ستاسې غږ: په افغانستان د امريکا د بريد 9 کاله: لاسته راوړنې او نيم گړتياوې

برتانوی عسکر په هلمند کې

نهه کاله وړاندې د ٢٠٠١ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه امريکا د ستمبر د حملو په تعقيب په افغانستان کې د طالبانو په حکومت د خپل بريدونه پيل کړل او د همدې کال د دسمبر په نيمايي کې د طالبانو او القاعدې ټول لويو مرکزونو سقوط سره په دې هېواد کې د حکومت جوړونې لړۍ پيل شوه.

د ديموکراسۍ په لور گامونو لړ کې د ولسي جرگې او ولسمشرۍ تاکنې وشوې، نړيوالې مرستې راماتې شوې، د حکومتي ادارو پرانیستلو لړۍ شروع شوه، مطبوعاتي ازادي راغله، په نړيواله کچه افغانستان بيا مطرح شو، گڼ کډوال خپل هېواد ته ستانه شول او نور......،

خو دې سره په خوا کې نهه کاله وروسته هم څو ولايتونو کې جگړه روانه ده، په ميلیونو کډوال لا هم په گاونډېو هېوادو کې ژوند کولو ته اړ دي، د اداري فساد کچه لوړه تللې، د ميلياردو امريکايي ډالرو مرستو سره - سره، لوى شمېر افغانان اوس هم د خوارۍ ژوند لري.......،.

ددې اوونۍ ستاسې غږ کې په دې غږېږو چې نهه کاله وړاندې له بريد وروسته مودې کې افغانستان کې څه ترلاسه شوي او چيرې نيمگړتياوې دي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ، نو د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ ته زنگ راووهئ، يا هم په دې شمېره:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

خپل ايس ايم ايس راوستوئ. دغه راز په Pashto@bbc.co.uk
خپل برېښنا ليکونه هم را ستولى شئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .