مایکروسافټ "وېنډوز فون7" بازار ته راوباسي

وېنډوز فون ۷
Image caption مایکروسافټ وایي ددغه نوي سیستم کارول ډېر ساده دي.

مایکروسافټ وايي چې د "وېنډوز فون 7" په نامه ګرځنده تیلې فون بازار ته راوباسي.

دا د مایکروسافټ لخوا د ګرځنده تيلې فونونو د ټيکنالوجۍ په ډګر کې لومړی ځل دی چې د "اپل" ، "ګوګل" او "نوکیا" ګرځنده تیلې فونونو په ډګر کې مبایل تیلې فون راوباسي.

اپل "آیفون 4 بازار ته راوباسي"

مایکروسافټ وايي هوډ لري چې دغه نوی ګرځنده تیلې فون به په اسانۍ سره کارول کېږي.

په دې نوي سیستم کې به د اوو پرمخ تللو تیلې فونونو اسانتیاوې موجودې وي، چې د ۳۰ هېوادونو له بېلابېلو مخابراتي شرکتونو سره به ثبت وي او په دغو هېوادونو کې به په اسانۍ سره ترلاسه کېږي.

بي بي سي پښتو وېبپاڼه په موبایل فون کې

ټاکل شوې ده چې وېنډوز فون 7 ګرځنده تیلې فون د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه په برتانیا او د راتلونکې نومبر په لومړیو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې بازار ته وړاندې شي.

وړاندې د ګرځنده تیلې فونونو لپاره د مایکروسافټ چورلیځ سیستمونه د کاروونکو په راماتولو کې پاتې راغلل، خو دغه نوی سیستم به له پخوانیو هغو ډېر توپير ولري او کارونګ به یې اسانه وي.

ګرځنده تيلې فون که کوچنی لابراتوار

مایکروسافت وايي چې دغه نوی سیستم به ډېر روڼ وي او د ۲۰۱۱ کال په رارسېدو به پکې ځينې نوښتونه هم راولي.

د دغه نوي ګرځنده تیلې فون د جوړوونکې ډلې مشر اندي لیز د وېنډوز فون 7 په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ځينې ترلاسه شوي مالومات ښيي چې په دغه نوي سېټ کې به د فېس بوک او ټويټر په څېر ټولنیزې وېبپاڼې په ډېرې چټکۍ سره کار کوي.

ورته مطالب