په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو اړتيا او اغيرې يې

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسون نن چهارشنبه ( د تلې ميزان ٢١ ) د اداري اصلاحاتو خپله لړۍ د سوداگرۍ وزارت ته هم ورغزوله . افغان حکو مت غواړې ددغه کميسون له لارې د افغانستان په ټولو وزارتونو کې مامورين د هغو د کاري تجربو او وړتياوو پر بنسټ په کارونو وگماري

همدا راز افغان حکو مت په پام کې لري چې ددغه کميسون له لارې د خپلو مامورينو روزنېزې اړتياوې په نښه او ورته حل لارې ولټوي او په لويه کې ددغې ادارې له لارې د خپلو کارکونکو کاري وړتياووې زياتې کړي

موږ هم ددې اونۍ ستاسو غږ پروگرام په افغانستان کې د اداري اصلاحاتوت پروگرام ته بيل کړى چې دغه پروگرام ، کار اهل د کار ته په سپارلو، د کارې وړتېاوو په زياتولو او په لويه کې د فساد په کميدو او مخ نيوي کې څومره گټور پريوتى شي

نو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د داري اصلاحاتو اړتيا او اغيز به يې څه وي

که پدې اړه نظر يا پوښتنه لرۍ ، کولى شۍ مونږ ته ټليفون وکړئ شمېره يې ده ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

او يا خپل لنډ پيغام راته اس ام اس کړۍ شميره يې ده ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

او يا هم د برښنا ليک له لارې خپل نظر او پوښتنې راسره شريکې کړۍ

د برښنا ليک پته موده pashto@bbc.co.uk