په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سنګین: سږني عایدات به ۱۵۰ میلیون ډالرو ته ورسېږي

Image caption ښاغلی سنګین وايي چې د ګټو د کچې ګراف یې پورته ځي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، اټکل کوي چې د خدمتونو د پلور ګټه به یې سږکال خورا وخېږي او ۱۵۰ میلیونو ډالرو ته به ورسېږي.

د سرپرست وزیر امیرزي سنګین وینا ده چې په دې سره وزارت ملي خزانې د ګټې له پلوه د حکومتي مؤسسو په منځ کې د مالیې تر وزارت وروسته دویم ځای مومي.

ښاغلی سنګین زموږ له همکار همیم جلالزي سره په مرکه کې د خپلو کلنیو ګټو پر ګراف غږېدلی چې وايي پرلپسې پورته ځي.