د کابل شهرارا بڼ له بیارغونې وروسته (په انځورونو کې)

حسن بانو  غنضفر

د ښځو د چارو سرپرسته وزيره حسن بانو غنضفر د ښځو لپاره ددغه ډول بڼونو جوړولو ددغه وزارت د کار مهمه برخه ده او دا مهال د هېواد په نژدې نيمو ولايتونو کې جوړ شوي دي

په پلازمېنه کابل کې د شهرارا بڼ له بيارغونې وروسته پرانستل شوی چې دا ددغه ګڼ نفوسه ښار د مېرمنو او نجونو د تفريح لپاره لومړنی ځانګړی حکومتي بلل کېږي.

دغه بڼ څو پېړۍ وړاندې مغول پاچا محمد بابر جوړ کړی و چې په افغانستان کې د وروستيو جګړو پر مهال ويجاړ شو خو اوس بېرته د امريکا او ايټاليا په مالي مرسته رغول شوی دی.

د ښځو چارو وزارت وايي په پام کې لري د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ورته بڼونه جوړ کړي .

د شاوخوا پېنځه ميليونه وګړو په دغه ګڼ مېشته ښار او پلازمېنه کابل کې د شهرارا بڼ لومړی ښځينه حکومتي بڼ دی چې مېرمنې او نجونې د تفريح او ساتيري لپاره ورتلای شي.

دغه بڼ د کابل ښار په زړه کې دی چې شاوخوا ۶۰۰ کاله مخکې د مغولي امپراتورۍ د واکمن پاچا محمد بابر د واکمنۍ پر مهال ودان شوی و.

بابر دغه باغ د خپلې لور شهرارا پر نوم نومولی و خو په دې ورستيو کلونو کې نوم پر باغ زنانه يا د ښځو پر بڼ بدل شو.
د اوږدو جګړو پر مهال د نورو ځايونو او تاريخي ودانيو په څېر د شهرارا بڼ هم ويجاړ شو .

خو له تېرو دريو کلنو راهيسې د دغه بڼ د بيارغونې چارې روانې وې .

د ښځو چارو وزارت وايي ددغه بڼ په بيارغونه يې نژدې شپږ لکه ډالره لګولي چې امريکا او ايټاليا ورکړي دي .

د باغ دېوال رغول شوی ، په منځ کې يې يو لوبغالی هم جوړ شوی ، دغه راز په بڼ کې د ننه تېرو شويو لارو کې ښايسته ډبرې لګول شوې ، د ناستې په ځايونو کې چمنونه کرل شوي او څو ځايه پکې د اوبو ابشارونه او ځړوبي هم تر سترګو کېږي.

شهرارا بڼ دا مهال يوازې د ساتيري ځای نه دی بلکې د کسبونه د زدکړې دوه مرکزونه اويو کتابتون هم پکې جوړ شوي دي. په باغ کې د ننه ډول ډول ونې او بوټي کرل شوي چې د منې په دغه موسم کې هم پکې رنګارنګ ګلونه ښکاري.

د ښځو د چارو سرپرسته وزيره حسن بانو غنضفر د ښځو لپاره ددغه ډول بڼونو جوړولو ددغه وزارت د کار مهمه برخه ده او دا مهال د هېواد په نژدې نيمو ولايتونو کې جوړ شوي دي :

''د ښځو چارو وزارت پتېيلې يې چې په لومړي ګام کې دهېواد په 34 ولايتونو کې د ښځو لپاره ورته باغونه جوړ کړي چې د خدای شکر دی دا مهال په شپاړسو ولايتونو کې دغه ډول باغونه جوړ شوي دي.''

اغلې غنضفر وويل ټول دغه باغونه به د نامتو او مشهورو مېرمنو په نومونو نوموي .

د پاچا محمد بابر د واکمنۍ دغه ښکلی بڼ تر ډېره ودان و او ويل کېږي د امېرعبدالرحمن خان او پاچا امان الله درباريان به هم د مېلې لپاره ورتلل .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .