په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی ادبي، هنري خپرونه

د اوونۍ پېلوزي کې

د افغان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سولې مخکښ پاچا خان په اړه علمي سيمينار جوړوي

Image caption په کابل علمي سيمينار کې د خان عبد الغفار خان د شخصيت او څېرې او هم د هغه د پيغام په اړه ويناوې او څېړنې وړاندې کېږي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سولې د مخکښ فخر افغان پاچاخان په اړه د شنبې په ورځ د نومبر په ۶مه په کابل کې يوه نړيواله علمي غونډه جوړوي. افغان چارواکي وايي دغه دوه ورځني علمي سيمنار ته د ډېورېنډ کرښې داوړو غاړو پر څېړونکيو سربېره د سيمې او نړۍ پوهان هم ورغوښتل شوي، چې د خان عبد الغفار خان د شخصيت او څېرې او هم د هغه د پيغام په اړه خپلې ويناوې او څېړنې وړاندې کړي. په وروستيو کلونو کې د پښتنو د مشر عبد الغفار خان په اړه په افغانستان کې دننه او بهر غونډې شوې، خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مرستيال (غلام نبي فراهي) وايي دا لومړی ځل دی چې په تېرو دېرشو کلونو کې په دې کچه دغه ډول علمي سيمينار جوړېږي، او د پاچاخان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په کې څېړنې کېږي.

پکتيا پېژدنه، د ګردېز هسکه کلا په کوم حال کې ده؟

د پكتيا ولايت په مركز ګرديز كې د بالاحصار په نامه يوه لوړه كلا ده چې خورا اوږد تاريخ لري. د دغې كلا څنډو ته د ګرديز ښاريانو كورونه جوړ كړي، چې ځينې پرې نيوكه كوي او وايي د بالاحصار مځكه يې نيولې ده. دوی له دولت غوښتنه کوي چې دا د لرغوني ارزښت مځکې دې له كورونو خالي كړي. كارپوهان وايي تاريخي سيمې د يو هېواد ګاڼه او ساتنه يې د هر وګړي دنده ده. د پکتيا چارواكي وايي د خپلو تاريخي سيمو د ساتنې لپاره يې پلاوى ټاكلى چې د دغومځكود سمبالونې چارې په مخ بوځي. احسان الله مهجور مو د پکتيا پېژندنې لړۍ کې د ګردېز له (هسکې کلا) خبروي

Image caption دغه څلور ورځنی نندارتون په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون په مرسته پرانيستل شوی و

دا اوونۍ د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د بشري حقونو د موضوګانو په تړاو د نقاشۍ يو نندارتون جوړ شوی و. دغه څلور ورځنی نندارتون چې په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر په مرسته پرانيستل شوی و، ٣٣ تابلوګانې په کې نندارې ته وړاندې شوې وې. په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون سيميه ييز دفتر وايي په پام کي لري چي په نژدې راتلونکي کې يو ورته ننداتون په پلازمېنه کابل کې هم جوړ کړي. له هراته د محمد قاضي زاده رپوټ دا اوونۍ په کابل کې د کليد ګروپ له خوا د انځورونو يو فسټيوال بريالي کسان ته جايزې ورکړل شوې. د انځورونو په دې سيالۍ کې څه کم شپېتو تنو ګډون کړی و، چې لس تنه يې تر جايزو ګټنې ورسېدل. د بېلابېلو لاملونو، د زدکړو او وسيلو او هم د ښوونيزو مرکزونو نشتوالي له مخې د انځور اخيستنې هنر هم په افغانستان کې وروسته پاتې دی. د کليد ګروپ ټولنې مشره (نجيبه ايوبي) د انځور اخيستنې دغې سيالۍ په اړه راسره خبرې کوي.

د جنوبي اسيا نړيوال فېلمي فسټيوال

دا اوونۍ په نيويارک کې د (سايف) يا د (جنوبي اسيا نړيوال فلمي فيسټيوال) پای ته ورسېد. (سايف) په امريکا کې د جنوبي اسيا او هندي فلمونو تر ټولو ستر فلمي جشن دی چې هر کال تر سره کېږي. د دغه فسټيوال بنسټ (۶) کال مخکې په نيويارک کې ايښودل شوی، چې له جنوبي اسيا نه د هند، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش او نيپال او هم په بهر کې د هندي فېلم جوړونکيو فلمونه په کې نندارې او کتنې ته وړاندې کېږي. د دغه فيسټيوال اداره وايي دوی يو داسې بې ګټې سازمان دی چې هلې ځلې يې په امريکا کې د جنوبي اسيا او هند فېلم جوړوونکيو ملاتړ ته ځانګړې کړې دي. سيد عبد الرحيم پرې له نيويارک راپور راکوي

نومبر د ناول ليکنې مياشت

Image caption لس کاله مخکې په امريکا کې داسې هلې ځلې پيل شوې چې نومبر په کې د ناول ليکنې ميا شت ټاکل شوې ده.

لس کاله مخکې په امريکا کې داسې هلې ځلې پيل شوې چې نومبر په کې د ناول ليکنې ميا شت ټاکل شوې ده. د دغو ګام تنظيمونکيو خپله هڅه (نومبر د ناول ليکنې ملي مياشت) يا په خپله ژبه (نانو رايمو) وبلله. دا لړۍ لومړی ځل په (۱۹۹۹) کال کې د امريکا په لوېديځ سمندرغاړي (سانفرانسېکو) ښار کې پيل شوه. (نانو رايمو) سيالي په لومړيو کې د کال په پيل جنورۍ کې وه، خو بيا نومبر مياشت ته بدله شوه، چې خلک په کې د کليفورنيا ايالت د هوا له مخې ډېر له کوره بهر نه ووځي. په دې سيالۍ کې له خلکو غوښتل کېږي چې د نومبر تر پايه (۵۰) زره کلمې ناول يا اوږده کيسه وليکي. دغه سيالي يوازې انګرېزۍ ته ورلنډه نه ده، بلکې اوس د نړۍ له بېلا بېلو برخو او ژبو مينه وال په کې برخه اخلي. تېرکال د دغې سيالۍ د ګډوانو والو شمېر چې نومليکنه يې ورته کړې وه، (۱۶۵) زرو ته رسېده، که څه هم بيا يې (۳۰) زرو خپلې ليکنې پای ته ورسولې. د سيالۍ تنظيومونکې وايي د هڅو دليلونه يې ډېر دي، خو وايي موخه يې دا ده چې د دې زمانې د هنر تر ټولو ډېره جذبوونکې بڼه کې د ګډون هڅونه وکړي.