په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسس وينډرېل: له طالبانو سره د سولې خبرې باید پټې وي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پخواني استازي فرانسیس ویندریل ویلي له وسله والو طالبانو سره باید د سولې خبرې اترې پټې وي، خو تر هغې وړاندې په کار ده چې د ټولو خواوو نظرونه وغوښتل شي.

Image caption وینډرېل: ''کله چې خبرې اترې پیل شوې، هغه باید پټې وي، خو تر اوسه پورې ما داسې احساس نه دی کړی چې دا مهال مهې او ښې منظم شوې خبرې اترې روانې وي.''

ښاغلي ویندریل زیاتوي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه په لوېدیځو هېوادونو کې اجماع شته، خو د ده په نظر ځینې هېوادونه لیوالتیا لري چې د لاسته راوړنو او سیاسي ازادیو له پایښت څخه ډاډه شي.

نوموړي همدا راز په افغانستان کې دننه د سولې لپاره د نظر یووالی هم مهم بولي او وایي چې د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته هم پام وشي.

د افغانستان حکومت د نړیوالي ټولنې په همکارۍ له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې او غواړي چې د افغانستنان روانه لانجه د خبرو له لارې هواره کړي.

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي له ښاغلي ویندریل سره د یوې ځانګړې مرکه کړې چې اوریدو ته یې تاسو رابولو چې پښتو بڼه یې حامد حلیمي وړاندې کوي.

پوښتنه: هر څوک له طالبانو سره د خبور اترو په اړه غږېږي، تاسې له طالبانو سره د خبور اترو بهیر څنګه بولﺉ، ایا ستاسو په نظر د ایوه سمه تګلاره ده؟

ځواب: ښه، زما په فکر بالاخره په جوړجاړي کې باید طالبان هم هرو مرو وي او په روښانه توګه دا په دې مانا ده چې له طالبانو سره اړیکي ونیول شي او له هغوی سره خبرې وشي.

لکه څرنګه چې مې وړاندې ویلي مناسبه نه ده چې په عام محضر کې له مخالفینو سره د خبرو اترو په اړه وغږېږو، زما په نظر دا تړاو نه سره لري.

له مخالفینو سره د خبرو اترو په اړه چې څومره ډېرې خبرې په عامه کېږي او افشا کېږي نو زه په هماغه اندازه لږ قانع کېږم چې خبرې اترې جدي دي.

پوښتنه: نو ایا تاسې فکر کوﺉ چې دغه خبرې اترې اوس مهال په ډېره بربنډ ډول او پټه توګه ترسره کېږي؟

ځواب: د حکومت او لوېدیځ هېوادونو لېوالتیا او غوښتنه ډېره په ډاګه ده، په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونه غواړي خبرې اترې وشي او له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې یوه سیاسي جوړ جاړي ته سره ورسېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا طالبان دغو خبرو اترو ته لېواله دي او که نه؟ ایا د مذاکراتو لپاره مناسب وخت دی؟ ایا طالبان یو موټی دي؟ او آیا باید د کوټې د شورا له غړو سره باید خبرې اترې پیل شي؟ ایا د سولې په اړه د هېواد دننه یو اتفاق نظر شته او که څنګه؟ آیا د سولې د راستنولو لپاره د قیمت ورکولو او یا د یو څه د له لاسه ورکولو په اړه ټولیزه همنظري شته ده که څنګه؟ دا هغه پوښتنې دي چې باید ځواب کړل شي.

پوښتنه: تاسې وویل چې له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې باید په ډاګه نه وي، خو د دې پرخلاف یو بل نظر هم شته چې خبې اترې باید په ډاګه وي، چې د افغانستان خلکو ته یو پیغام ورکړل شي او خپله طالبانو هم ، ځکه دوی باید په دې پوی شي چې په څه ډول او کومو وړاندیزونو له مخې خبرې اترې کيږي او وروستی جوړجاړی به څنګه بڼه ولري؟

ځواب: کله چې خبرې اترې پیل شوې، هغه باید پټې وي، خو تر اوسه پورې ما داسې احساس نه دی کړی چې دا مهال مهې او ښې منظم شوې خبرې اترې روانې وي.

زه فکر کوم چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانان سره راټول او د خبرو د موخو او د هغو مسالو په اړه چې افغانان یې په اړه اختلاف لري، خبرو ته سره کښېني او معلومه کړي چې د دغو مذاکراتو هدف څه دی، شرطونه او سره خطونه باید څه وي چې افغانان تر دغو مذاکراتو قرباني کولي نشي.

Image caption وینډرېل: ''زه فکر کوم چې په سیمه کې ټول هیوادونه دلته یو ډول ثبات غواړي. مهمه ننګونه دا ده چې څرنګه یو داسې چوکاټ یا فورمول وموندل شي، چې داسې یوه پایله ولري.''

ځکه نو زه فکر کوم چې اوس یو موقع رارسېدلې چې په دې اړه بحثونه وشي او باید دا خبرې پټې ترسره نشي، بلکې په ډاګه وي.

کېدای شي دغه بحثونه د بېلګې په توګه د حکومت، د سولې عالي شورا او یا د خلکو ترمنځ په کابل او یا هم په ولایتونو کې وي. همدارنګه د مدني ټولنې او د ښځو له ټولنو سره ترسره شي چې وموندل شي د هغوی غوښتنې څه دي.

پوښتنه: ایا تاسې فکر کوﺉ چې په نړیواله ټولنه کې د سولې د دغې پروسې له مخالفینو سره د خبرو اترو په اړه اجماع شته ، ایا تاسې فکر کوﺉ چې ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې په افغانسان کې په یوه یا بل ډول ښکېل دي، دا غواړي چې له طالبانو سره خبرې اترې وشي او زه چې کله طالبان یادوم نو مطلب مې د دوی مشران هم دي؟

ځواب: زما په نظر په دې اړه همنظري یا اجماع شته او هغه دا چې د افغانستان جګړه یو سیاسي حل لارې ته اړتیا لري او دا یوازې یوه پوځي مساله نه ده، خو د وخت په اړه یې ښایي د نظر اختلاف موجود وي.

ښایي داسې کسان هم وي چې فکر کوي چې که طالبان د راتلونکو څو میاشتو په موده کې له پوځي لارې وټکول شي نو طالبان به کېدای شي په یوه کمزوري دریځ کې وي، چې بیا به طالبان نه یوازې خبرو اترو ته ډېره لېوالتیا وکړي، بلکې د خبرو اترو نتیجه به لږ ترلږه د حکومت له نظره ډېره مثبته وي.

پوښتنه: ایا تاسې فکر نه کوﺉ چې که د وروستي جوړجاړي خبره کېږي، نو کېدای شي ځینې هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا به وغواړي چې د وېټو حق ولري، یا د وروستۍ نتیجې منظورې یا ردېدنه د دوی په لاس کې وي، په ځانګړې توګه په هغه پړاو کې چې د سولې په پروسه کې د ځینو د افرادو د شاملېدو او یا ایستلو خبره راځي؟

ځواب: تراوسه ژر ده چې په دې اړه دې خبرې وشي. زه ډاډه یم چې امریکا به غواړي چې مشوره ورسره وشي او غواړي چې په جریان کې ووسي. زما په باور هغوی به دې ته لومړیتوب ورکړي چې افغان حکومت له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي.

دا هم له امریکا نه لری نه بولم چې په یوه پړاو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکي ونیول شي. له وخته لږ وړاندې ده چې وویل شي چې ایا امریکایان به ځینې پرېکړې ویتو یعنې له خپلې خوښې سره منظوري یا رد کړي.

زه فکر نه کوم چې دوی به په مجموع کې د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه ډیرې غوښتنې ولري خو زه فکر کوم چې په عمومي توګه به لوېدیځ هېوادونه دا لېوالتیا ولري، چې د ښځو د حقونو د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو او سیاسي ازادیو له پایښت څخه ډاډه شي. خو زما په نظر خبره به بالاخره د افغانانو په لاس کې وي.

پوښتنه: تاسې د سولې د دغې پروسې اصلي کنټرولوونکي څوک ګڼﺉ؟ ایا حکومت پوره واک لري او هرڅه یې په لاس کې دي او که د امریکا یا نړیوالې ټولنې نور غړي اصلي واکمن دي، ځکه ځینو طالبانو ویلي دوی غواړي مخامخ له امریکا سره خبرې وکړي، ځکه دوی امریکایان اصلي کنټرولوونکي او داسې څوک ګڼي چې یوه وروستي جوړجاړي ته ورسره رسېدای شي؟

ځواب: زما په نظر باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې وشي، خو ښایي داسې یو پړاو راشي چې امریکا هم په هغې کې ونډه ولري. امریکا او ناټو به یقیناً غواړي چې پوه شي او خبر وي چې د مذاکراتو په بهیر کې څه پېښېږي. زه فکر کوم چې خبرې باید هرو مرو خپله د افغانانو ترمنځ وشي.

پوښتنه: او د سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان په اړه ستاسو نظر څه دی، کله چې له طالبانو سره د مذاکراتو خبرې کېږي، هرڅوک د پاکستان نوم اخلي، او دا پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان رول به څه وي؟

ځواب: موږ باید په دې اړه له پاکستان سره خبرې وکړو، زه فکر کوم چې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د بریالیو خبرو اترو په لړ کې دا حتمي ده چې پاکستان هم ښکېل شي او د پاکستان مشروع ګټو ته په ځانګړې توګه پام وشي او همدا راز د ایران، هندوستان، روسیې او په سیمه کې د نورو هیوادونو لکه چین روا ملي ګټو ته پاملرنه وشي خو اصلي خبره دا ده چې یو فارمول وموندل شي چې لومړی خو د افغانانو لپاره د منلو وړ وي او همدا راز د ګاونډیو ګټې هم په پام کې ونیول شي چې داسې دوی دغه پروسه ګډه وده نه کړي.

که هغوی د خبرو له پایلو نه خوښ نه وي نو ښایي وروسته د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

پوښتنه: ستاسو په فکر، څه شی به دوی- په ځانګړې توګه پاکستان -قانع کړي چې یو مثبت رول ولوبوي؟

ځواب: موږ باید له پاکستان سره خبرې وکړو، زه فکر کوم چې هغوی غواړي ډاډه شي مثلاً له دې چې د افغانستان څخه د بیلګې په توګه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې لاسوهنه نه کیږي. زه فکر کوم چې دوی ښایي د ډیورند د کرښې په اړه ضمانت غواړي، زه نه پوهیږم چې په دقیق ډول د هغوی غوښتنه څه ده. افغانستان یو خپلواک هیواد دی او د افغانانو اصلي اندیښنه دا ده چې خپلې ملي ګټې وساتي.

البته زه فکر کوم چې دا امکان شته چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له ملي ګټو سره همغاړي شي.

پوښتنه: ایا تاسو فکر کوﺉ چې طالبان لېوالتیا لري چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي، ایا د دوی د دغې لانجې سوله ییز هواری غواړي، دوی په عامه دا وايي چې خبرې اترې کول نه غواړي، دوی غواړي چې بهرنیان له افغانستان څخه ووځي، ایا دوی خبرې اترې کول غواړي؟

ځواب: دا چې په عامه توګه هغوی وایي چې نه غواړي خبرې وکړي، دا په دې مانا نه ده چې په شخصي توګه هغوی په دې برخه کې لیوالتیا نه لري. ځکه په ریښتیا نه پوهیږم چې هغوی غواړي خبرې وکړي او که نه. ښایي د هغوی په ډله کې داسې کسان وي چې وايي باید انتظار وکړي او له افغانستانه د لویدیځو هیوادونو تر وتلو پورې صبر وکړي، ښایي داسې کسان هم وي چې احساس کوي چې همدا اوس خبرې وکړي ځکه هغوی په جګړه کې ځپل کیږي.

ښایي پر ځینو د پاکستان لخوا د لږ څه فشار او نیولو اندیښنه هم وي. نو دا ویل لږ ګران دي چې دوی ټول غواړي اوس خبرې وکړي دهغه څه چې اوس اړتیا ده دا ده چې له دوی سره اړیکي ونیول شي او وکتل شي چې څه پیښیږي.

پوښتنه: ایا تاسو فکر کوﺉ چې د سولې دغه پروسه باید له وړاندې راپیل شوې وای، یانې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ښکېلتیا په لومړنیو کلونوکې ، ایا تاسو فکر کوﺉ چې اوس یو څه ناوخته دی؟

ځواب: که واقعیت ته وګورو د 2001 کال په وروستیو او همدارنګه په ورپسې دوو کلونو کې له طالبانو سره خبرو څه مانا نه درلوده. ځکه امریکایانو غوښتل چې هغوی مات کړي هغوی ویجاړ کړي. هغوی فکر کاوه چې دې موخې ته رسیدلي دي. ځکه نو د امریکا له لوري داسې لیوالتیا نه وه چې له طالبانو سره دې اړیکي ونیول شي. دا انګیرنه یوه تیروتنه وه چې طالبانو ته ماته ورکړي شوې ده. ځکه ګڼ شمیر یې یوازې کورونو ته ولاړ او یا هم له پولې بلې غاړې ته واوښتل. زه فکر کوم چې هغه مهال دا مناسبه نه ښکارېده.

که چیرې لویدیځو هیوادونو د غوره حکومتوالۍ، د قانون د پلي کیدلو د اړتیا او د عدالت د ټینګښت او عامو خلکو ته د خدمتونو په برابرولو کې په ځانګړې توګه په سویل کې پوره غور کړی وای، ښایي طالبان به په هغه ځواک کې چې نن دي، نه وو.

او هر څه به دیر آسانه وای نو موږ باید ډیره هڅه کړې وای چې ادارې جوړې شي، له فساد سره مو مبارزه کړی وای، او دا مو یقیني کړې وای چې افغانان له خپل حکومته خوند اخلي او له هغې سره خوښ دي.

پوښتنه: ایا تاسو فکر کوﺉ چې طالبان په اوسني نظام کې جوړ راتلای شي، ایا تاسو فکر کوﺉ چې په دغه نظام کې په ګډېدو کې به د راحت احساس ولري؟

ښایي هغوی به هیله لري چې په اساسي قانون کې یا په څه دول چې هغه تعبیریږي حینې بدلونونه وویني، هغوی به په ځانګړې توګه په ځینو غیر ښاري سیمو کې د شریعت د قوانیونو د لازیاتې ونډې غوښتونکي وي، دا ځینې هغه موضوعات دي چې موږ اړتیا لرو له هغوی سره ورباندې خبرې وکړو.

پوښتنه: تاسې ته یو وروستی سوله ییز جوړجاړی څنګه ښکاري، ایا تاسو ته ښکاري چې طالبان به په حکومت کې ګډ وي، ایا تاسې ته داسې ښکاري چې ځينې ولایتونه به دوی په لاس کې وي، تاسې یو وروستی جوړجاړی په څنګه بڼه کې وينۍ؟

ځواب: د دې ویل ګران دي چې وروستۍ جوړ جاړۍ به څه بڼه ولري. پایله به څه وي، ځکه موږ تراوسه پیل نه دی کړی. زه فکر کوم چې طالبان به غواړي په ځینو سیمو کې په هغو کې چې دوي غښتلي دي، خپل کنټرول وساتي او رسمي نفوذ او رسمي حکومتي چوکاټ ولري.

امکان لري چې داسې وکړي خو داسې څه ویل ګران دي. اورپکې ډلې د واک لپاره جنګیږي او دا هغه څه دي چې دوی یې غواړي. هغوی یوه مبهومه مفکوره لري، چې هغوی غواړي شریعت پلی کړي، خو هغوی به احتمالا په دې هم پوهیږي چې دغه هیواد په تیرو اتو نهو کلونو کې له څو پړاو تیر شوی او دا به کیدای شي خپله د دوی په ګټه هم نه وي چې هڅه وکړي هیواد د منځنیو پیړیو ته ورته حالت ته وروګرځوي چې د دوی د واکمنۍ پرمهال یو وار دلته وو.

پوښتنه: زما وروستۍ پوښتنه ستاسو د خوشبینۍ په اړه ده، ایا تاسو فکر کوﺉ چې د سولې دغه پروسه چې همدا اوس پیل شوې، بریالۍ شي؟

ځواب: لکه څرنګه چې مې وویل دا بهیر په حقیقت کې لا تراوسه نه دی پیل شوی، ځکه نو زه نشم ویلي چې زه ورته خوشبین یم که نه. خو دا مهمه ده چې افغانان د حل یوه سوله اییزه حل لاره غواړي. زه فکر کوم چې لویدیځ نه غواړي د تل لپاره دلته پاتې شي او په پوځي حالت کې خو بیخي نه، هغوی به ښایي یواځې له افغان پوځ او افغان پولیسو سره ملاتړی رول ولري.

زه فکر کوم چې په سیمه کې ټول هیوادونه دلته یو ډول ثبات غواړي. مهمه ننګونه دا ده چې څرنګه یو داسې چوکاټ یا فورمول وموندل شي، چې داسې یوه پایله ولري.