هندی میلیاردر د نړۍ تر ټولو قیمته کور جوړ کړی

Image caption د ودانۍ په ځمکني پوړ کې یو معبد او په وروستي هغه کې یو کتابتون هم شته.

یوه هندي میلیاردر مکیش امباني په خپل ۲۷ پوړیز کور کې، د هرکلي یوه لویه میله جوړه کړې.

د هغه ۲۷ پوړیزه کور په نړۍ کې تر ټولو قیمت ترین کور بلل کېږي.

د دغه کور قیمت شاوخوا یو میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

د هند "ټایمز اف انډیا" ورځپاڼې په حواله، د تېرې جمعې پر ورځ په ممبۍ کې هغه خپل دغه نوي کور ته د کډه کېدو په مناسبت شاوخوا ۸۰ مېلمانه ورغوښتي ول.

۵۳ کلن امباني چې په اړه یې ویل کېږي، د هند تر ټولو شتمن سړی دی، چې شتمني یې شاوخوا ۱۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي، تېره میاشت له خپلې ښځې او درې اولاد سره یوځای دغه نوي کور ته ولېږدېده.

د هغه ۲۷ پوړیزه کور په یوه داسې سیمه کې جوړ شوی، چې لاندې بې وزله کلي او د ممبۍ ښکلې منظره ترې ښکاري.

د ده په کور کې سینما، د لامبو حوض، د کوچنیو چورلکو د کښېناستو ځای او د نڅا یو لوی سالون هم شته، چې هغه د "انتیلیا" نوم ورته غوره کړی.

"انتیلیا" یو پخوانی اسطوري ټاپو دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې دغه کور ۶۰۰ خدمتګارانو ته اړتیا لري، چې د "ټایمز اف انډیا" په وینا د دغه کور د لومړۍ میاشتې (سپتمبر) د برېښنا بېل ۹۸ زره ډالرو ته رسېدلی و.

د دغه کور په اړه ځینې شخړې هم رامنځ ته شوې، چې ویل کېږي، د ممبۍ د ۱۸ میلیونه اوسېدونکو وګړو نیمايي لګښت یوازې د هغه په کور کې کېږي.

د امباني دغې مېلې ته د هند باليووډ دوه ستوري بريټي زنتا او امیرخان سربېره میلیاردر کومار منګلام بیرلا هم ورغلي ول.

یوې بلې هندۍ ګډونوالۍ او ناول لیکونکې شبهه دي بیا د مېلې به اړه ویلي: "دا کور د یوویشتمې پېړۍ تاجل محل دی" چې په وینا یې د ګرد هند په کچه پکې د نڅا لوی سالون جوړ شوی او د فرسای ماڼۍ یې په پرتله ډېره کوچنۍ ښکاري.

نوموړې وايي:"ډېر زیات مرمر او اصیل زمرد پکې کارول شوي"، چې د کریشنا خدای معبد بېله ښکلا ورکړې.

Image caption امباني "ریلایانس" ادارې غړی او اداري مشر هم دی، خو د هغه خور انیل امباني بیا د دغې ودانۍ په ۱۴ پوړونو کې د کورنۍ له نورو غړو سره یوځای اوسېږي.

دغې ناول لیکونکې بي بي سي ته ویلي: "تاج محل د نړۍ له اوو عجایبو څخه دی، زه ډاډمه یم چې دغه کور به د هند د معاصرو عجایبو په کتار کې لومړی وي."

د ودانۍ په ځمکني پوړ کې یو معبد او په وروستي هغه کې یو کتابتون هم شته.

امباني "ریلایانس" ادارې غړی او اداري مشر هم دی، خو د هغه خور انیل امباني بیا د دغې ودانۍ په ۱۴ پوړونو کې د کورنۍ له نورو غړو سره یوځای اوسېږي.

د ورو او خور ترمنځ په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال د خپل پلار تر مړینې وروسته د هغه د میراث پر سر یوه شخړه هم رامنځ ته شوې وه.