په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: افغانستان کې پانګونه او ننګونې

Image caption افغان لوري د پانګونې په لړ کې خپلې طرحې وړاندې کړې او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دې کنفرانس په پاى کې هيله ښودلې ده چې په ميلياردونو ډالرو پانگونه به راجلب کړي

د تېرو نهو کالو په څېر دا ځل هم د پانګه والو ډېرې اندېښنې پر امنيت او اداري فساد پورې تړلې وې.

په کنفرانس کې د سلګونه پانګه والو شرکتونو استازو، د اروپايي او عربي هېوادو چارواکو اود افغانستان د ماليې او اقتصاد وزيرانو او نورو برخه درلوده.

افغان لوري د پانګونې په لړ کې خپلې طرحې وړاندې کړې او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دې کنفرانس په پاى کې هيله ښودلې ده چې په ميلياردونو ډالرو پانگونه به راجلب کړي.

دا چې افغان حکومت د پانګونې راجلبولو لپاره څه کوي؟ او سوداگر او پانګه وال څه غوښتنې او اندېښنې لري، تاسې اورېدونکي څه فکر کوئ چې د پانګونې په لړ کې بايد څه وشي، په دې برخې کې څه ننګونې په مخ کې دي او نور.....

دا اوونۍ په ستاسې غږ پروګرام کې پر همدې غږېږو.