په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوځی اوننیزه ادبي ، هنري خپرونه

ددې اوونۍ په پیلوځي کې به واوروچې په اروپاکې اقتصادي ستونزواودلګښتونوراکمولوپه فرهنګي اوهنري مسلوڅومره اغیزکړی دی، په افغانستان کې دموسیقي په ننني حالت به بحٍث وکړو، دیوه سندرغاړي درنځ پوښتنې ته ورځواودبلې ویرکوو. که وخت راسره و، نوکلتوري خبرونه به هم واورو.

په اروپا کې داقتصادي بحران په لړکې ډیرهیوادونه دکلتورپه برخه کې هم لګښتونه راکموي. په ځینوهیوادونوکې دفلمونوسټوډیوګانې تړل شوي، دفلمونودجوړولواودکتابونودچاپ کچه راټیټه شوې ده.

خودځینوپه ګومان که داچاره همداسې دوام وکړي نوپه اقتصادي بحران پسې کلتوري بحران رامنځ ته کیدلی شي. دجرمني دبن په پوهنتون کې دختیځ پیژندنې په څانګه کې دژبپوهنې له څیړونکی سیبستیان هاینی سره مرکه لرو.

خوکه اروپادکلتوري بحران نه په وېره کې ده نوافغانستان دادی څولسیزې کیږی لدې بحران سره لاس اوګریوان دی.

د هنرپه بیلابیلوبرخوکې مالي ملاتړنشته اوسندرغاړي وایی نه یی خلک پوښتنه کوي اونه هم حکومت. دیوه پخواني اوداسې سندرغاړي پوښتنې ته په ننګرهارکې زموږهمکارببرک میاخیل ورغلی و چې دلیونۍ مینې سندره یې ټول پيژني.

خودایوب په څېرډیرسندرغاړي دخپل هنرپه بدل کې نه ستایل کیږي اوکه حالت همداسې دوام وکړي دافغانستان موسیقی اوهنر دورکیدوله خطرسره مخامخ کیدلی شي، وضعه ولې همداسې ده، دښه کیدولپاره یی څه کېدلی شي اوپخپله هنرمندان پدې برخه کې څه کولی شي؟ دا او نورې پوښتنې مې په یوه بحث کې دافغانستان داطلاعاتواوفرهنګ له وزیرمخدوم رهین، په کابل کې له سندرغاړواستادګل زمان اوپه ډنمارک کې له سندرغاړي عبدالرحمان رحماني سره راپورته کړې.

لومړې مې ښاغلی رهین پدې وغږاوه چې دحل لاره څه ده؟

خوپه کوزه پښتونخوا کې دهنرمندانوحال لدې هم بد دی، دهغوژوندته ګواښونه کیږی ، اورپکې یې په نښه کوي اودکورنیوتربګنیوهم قربانی کیږي. وروستۍ پیښه

په كوټه ښار كې د يوې افغانې سندرغاړې ياسمين ګلې وژنه ده.

د ياسمين ګلې کورنۍ ډېر کلونه مخکې له کندهاره کوټې ته کډه شوي وه ، كورنۍ يې وايي چي د ياسمين ګلې واده يونيم كال مخكې شوى و او د خسر په كور كې وژل شوې ده. ياسمين ګلی په پښتو ژبه سندرې ويلې او د كوټې د پښتو ډرامو يوه تكړه ممثله هم وه.