په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تاجکستان او د ناټو افغان ماموريت

Image caption امريکا د تاجکستان پوځ د روزنې چارو سره مرسته کوي.

که څه هم د ناټو په تېره سرمشريزه کې د بحث د سر موضوع افغانستان وه، خو د دغه هېواد ګاونډيو هېواونو ته هم پام و، چې په سيمه کې د امنيت د ډاډمنۍ لپاره خورا مهم بلل کېږي. تاجکستان د افغانستان له ګاونډيانو دی، او کله چې خبره د امريکا پوځ ته د موادو رسولو وي، نو دغه هېواد په کې مهم ملګری دی.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د پولو ساتندويانو اکاډمي د امريکا حکومت په مالي لګښت رغول شوې او اوس په يوه عصري روزنتون بدله شوی، چې د پولو راتلونکي ساتندويان وروزي.

خو تاجکستان خپلې ستونزې لري چې غم يې بايد وخوړل شي. لکه څنګه چې (ريحان ديمټري) په خپل راپور کې وايي اوس په دې اړه اندېښنې زياتې شوې چې د نازک حالت دغه هېواد د اسلام پاله اورپکيو له ګواښ سره مخامخ کېدونکی دی.