نن په تاريخ کې – د ډسمبر شپږمه

بابري جومات
Image caption کال – درې سوه زرو هندوانو په آيوديا کې بابري جومات ويحاړ کړ، څلورتنه ووژل شول.

١٢٤٠ کال – د باتوخان په مشرۍ مغولي ځواکونو د کييف ښار ونيو او ويجاړ يې کړ

١٧٣٢ کال – د مستعمرې امريکا په نيويارک کې لومړنۍ تياتري ننداره وړاندې شوه

١٧٦٨ کال –"بريتانيکا دايره المعارف" لومړى ځل چاپ شو

١٨٧٧ د لومړي ځل لپاره غږ ثبت شو

١٨٧٧ کال – د واشنگټن پوست ورځپاڼې لومړۍ گڼه خپره شوه

١٩١٧ کال – فنلنډ له روسيې نه خپلواک شو

١٩٢١ کال – آيرلنډ وويشل شو. جنوبي آيرلند تر قيموميت لاندې دولت شو

١٩٧٣ کال – په بحرين کې اساسي قانون نافذ شو

١٩٨٤ کال – په تښتول شوې کويټي الوتکه کې دويمه سپرلۍ ووژل شوه

١٩٨٨ کال – نېلسن ماندېلا د کپټاون بل زندان – ويکټور ويسټر ته ولېږدول شو

١٩٩٠ کال – صدام حسين د ټولو بهرنيو يرغملو د پرېښودو اعلان وکړ

١٩٩٢ کال – درې سوه زرو هندوانو په آيوديا کې بابري جومات ويحاړ کړ، څلورتنه ووژل شول.

ورته مطالب