په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان : د تيلو ستراتيژيکي زيرمې نه لرو

Image caption افغان چارواکي وايي دوى د تيلو ستراتيژيکي زيرمې نه لري

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي د تيلو ستراتيژيکې زيرمې ورسره نشته او په بازار کې د بيو پر کنترولو هم برلاسي نه لري .

دا خبره تر هغه وروسته شوې چې ايران لا هم افغانستان ته د تيلو د تانکرونو ليږد درولى او ظآهرآ وايي چې بهرنيو ځواکونو ته دغه تيل ځي .

افغان چارواکي وايي د تیلو د کموالي له اړخه د رامنځ ته شوي کړکیچ د هوارولو لپاره به ډیر ژر سوداګر له روسیې او ترکمنستان نه د تیلو په واردولو لاس پورې کړي.

حامد حلیمي د سوداگرۍ د وزارت له مرستيال غلام محمد اييلاقي سره خبرې کړي دي: