په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی: رسنۍ او له ګواښ ډک چاپېريال

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

د رسنيو پرمختګ او ګواښونه

رسنيو پرمختګ کړی، خو پرمختګ چاپېريال يې څه ډول دی؟ خبريالانو ته ګواښونه هم په زياتېدو دي؟

Image caption افغانستان کې په تېرو نهو کلونو کې پرمختګ راغلی، خو خبريالان اوس هم له ګواښ سره مخامخ دي.

دا اوونۍ پر يو افغان ليکوال او خبريال رزاق مامون د تېزابو بريد يو ځل بيا خبريالانو او ليکوالانو د خونديتوب اندېښې زياتې کړې دي.

که څه هم ښاغلي مامون ويلي ګنې په دغه بريد کې ايران ښکېل و، خو له دغې او ورته پېښو سره په تړاو د رسنيو يو شمېر مشرانو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ملي امنيت ادارې له چارواکيو سره په يوه غونډه کې ويلي چې ګواکې حکومت د خبريالانو خونديتوب ته پام نه کوي.

افغانستان کې په تېرو نهو کلونو کې که څه هم د رسنيو په ډګر کې پراخ پرمختګ راغلی، خو بيا هم دغه هېواد په نړۍ کې د رسنيو کارکوونکيو او خبريالانو لپاره د ګواښ ډکو هېوادونو په سر کې راځي. په تېر يوه کال کې هم په افغانستان کې يو شمېر خبريالان وژل شوي او ځينې نور نيول شوي دي.

Image caption په تېر يوه کال کې هم په افغانستان کې يو شمېر خبريالان وژل شوي او ځينې نور نيول شوي دي.

پر دې سربېره ځينې رسنۍ په لنډ مهالې توګه تړل شوې هم وې. خبريالان که څه هم خپل خونديتوب ته د چارواکيو د نه پاملرنې يادونه کوي، نور بيا وايي چې ګنې رسنۍ او خبريالان هم خپلې دنده هغسې چې لازمه ده، په ښه ډول نه پېژني.

دا اوونۍ مو د پېلوزي بنډار رسنيو، د دوی دندو او هم په دې اړه بحث ته ځانګړی کړې چې ټولنه څومره د دوی نيوکې زغملی شي.

د بحث ګډونوال مو د وېسا ورځپاڼې چلوونکی زبير شفيقي او ليکوال او څېړونکی نجيب منلی دي.

ډاکټر محمود حبيبي وفات شو

دا اوونۍ افغان ليکوال او سياستوال محمود حبيبي د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ په کابل کې وفات شو.

اروښاد حبيبي په افغانستان کې د لومړيو هغو کسانو شمېرل کېږی چې تر ډاکټرۍ پورې يې زده کړې کړې وې.

دی د اطلاعاتو او کلتور وزارت سربېره پر بېلابېلو دولتي څوکيو دندې ترسره کړې، ليکوال او ژورنالست و او د فکر او ليکوالۍ اړخ يې هم رنګين و.

ليکوال او څېړونکی اسد الله غضنفر د محمود حبيبي د ژوند پر فکري او کلتوري اړخ راسره خبرې کوي.

په بلخ کې د پښتو ليکنې ښوونيزه لړۍ

دا اوونۍ د افغانستان په شمال بلخ ولايت کې د پښتو ژبې د ليکلو ارونو ښونيزه لړۍ پيل شوه.

دا لومړی ځل دی چې په بلخ کې د پښتو ليکنې داسې ښوونيزه دوره پيلېږي.

Image caption دا لومړی ځل دی چې په بلخ کې د پښتو ليکنې ښوونيزه دوره پيلېږي.

د دغې لړۍ چارې د ګويټه انسټيټيوټ په مالي ملاتړ او د بلخ ادبي خوځښت له لوري ترسره کېږي.

په بلخ او دافغانستان په شمالي سيمو کې د پښتنو او دري ژبيو تر څنګ يو شمېر نور قومونه هم په خپله مورنۍ ژبه ليکنه کې ستونزې لري.

له مزار شريف نه امير بريال راپور لري.

د خوست موزيم

په خوست کې د اطلاعات او کلتور ادارې چارواکي وايي د موزيم او لرغونيو توکيو ساتنې په موخه مناسبه ودانۍ او اړين وسايل نه لري.

دوی له اړوند وزرات او مرستندويه موسسو غوښتي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د خوست اوسنی موزيم اوه کاله وړاندې دځايي خلکو په مرسته جوړ شوی چې اوسمهال په کې ديوشمېرتاريخي اثارو ترڅنګ زاړه توکي هم موجود دي او کله ناکله يې خلک ليدو ته ورځي.

الياس وحدت له خوست نه راپور لري.

د احمد شاه بابا د پاني پت سوبې ۲۵۰ مه کليزه

دا اوونۍ دلته په لندن کې د احمد شاه بابا د پاني پت سوبې د ۲۵۰ کليزې په وياړ غونډه جوړه شوې وه.

Image caption د احمد شاه بابا د پاني پت سوبې لمانځنې غونډه کې ګڼ شمېر اروپا مېشته افغان ليکوالانو ګډون درلود.

په غونډه کې په بريتانيا کې پر مېشتو يو شمېر افغان ليکوالانو او پوهانو سربېره داروپا له بېلابېلو هېوادونو هم پوهانو او ليکوالانو هم برخه اخيستې وه.

غونډه چې د خبريال وېبباڼې له خوا تنظيم شوې وه، د احمد شاه بابا د ژوند په اړه علمي مقالې، پيغامونه او نظريات په کې وړاندې شول.

خوشال تايب هم دغې غونډې ته ورغلی و، او راپور يې پرې چمتو کړی دی.