په قاهره کې افغان محصلين له کابله مرسته غواړي

په مصر کې په زده کړو بوخت افغان محصلين له کابله غواړي چې ژر تر ژره دې د دوى د ستنولو لپاره گام واخلي .

له بي بي سي سره په خبرو کې د مصر افغان محصلينو وويل پيسې ورسره په تماميدو دي ، بانتکونه تړلي دي او افغان حکومت لا د دوى د بيرته ليږلو لپاره څه نه دي کړي

په قاهرې کې تر ۱۶۰ تنو ډیر افغان محصلین شته، یو شمېر نور له خپلو کورنیو سره راغلي چې د ټولو شمېر ۲۱۳ یا ۲۱۴ ته رسیږي.

تر اوسه افغان محصلینو ته کومه ناوړه پېښنه نه ده پېښه شوې، خو په قاهرې کې د افغان سفارت لومړى سکرتر محمد محق بي بي سي ته وويل :

"یوازې د یوه محصل کوټې ته غله ورننوتي و او لپټاپ کمپیوټر یې ترې وړی دی.
دوه تنه نور محصلین هم غیر مسؤول ډلو څو ساعته کېښنولي و، خو کله چې پوځیان ورغلل نو هغوی یې راخوشې کړل او بېرته خپلې لیلیې ته رسیدلي دي."


په قاهرې کې د افغان سفارت چارواکي وايي هره ورځ د بهرنیو چارو له وزرات سره اړیکې نیسي او دغه مساله یې ورته روښانه کړې ده.

مظاهره کوونکې

يوه مصرۍ مظاهره کوونکې په خپل شعار کې ښکاره وايي چې دوى حسنې مبارک نه غواړي


ښاغلي محق وويل : "د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ته مو هم د امنیتي ستونزو او هم د خوراکي توکو د کمښت مساله او هم دا چې د نورو هېوادونو محصلین خپلو هېوادونو ته تللي او زموږ محصلین د یوازېتوب احساس کوي دا ټولې مسالې په ډاګه کړې دي.
اوس د محصلینو اسناد او لستونه ور رسېدلي دي، او چارواکو له موږ سره تماس نیولی دی.
د افغانستان د پوهنې وزیر او هم د بهرنیو چارو وزارت چاروکو له موږ سره اړیکې نیولي او له مصر څخه کابل ته د محصلینو د لېږدونې په موخه د یوې الوتکې د برابرولو تابیا نیسي"


د افغانستان د سفارت چارواکي هيله من دي چې د شنبه په ورځ ( د فبروري پنځمه ) ښايي لومړۍ جوپه محصلين کابل ته ستانۀ کړي .

د قاهرې په زړۀ کې په زرگونو کسان په تحرير نومي څلور لارې کې کرۍ شپه پاتې شول او د ولسمشر حسني مبارک د استعفى غوښتنه يې وکړه .

مظاهره کوونکو بيرغونه رپول او ملي سندرې يې ويلې .

بي بي سي ته د حکومت مخالفو له ډلې يوۀ کس ويلي چې مظاهره کوونکي ښايي د ښار په زړۀ کې خپل حضور کم کړي او په بدل کې يې د پنجشنبه او جمعې په ورځو لويې مظاهرې وکړي .

دغه کس بي بي سي ته وويل چې نور نو هغه وخت راغلى چې خلک خپلو کارونو ته ستانۀ شي .

په مصر کې لا هم بانکونه تړلي او اقتصادي هلې ځلې په ټپه ولاړې دي

که تاسو په مصر کې ايسار پاتې ياست او يا مو خپلوان هلته وي موږ ته خپل حال وواياست :

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .