په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی: د اجمل خټک تلين او د هغه د ادبي ژوند ياد

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

د اجمل خټک لومړی تلين

Image caption د اجمل خټک د غيرت چيغه د لروبر تر ګوټ ګوټ پورې رسېدلې وه.

فبرورۍ په ۱۴ مه په پېښور کې د اجمل خټک لومړی تلين ولمانځل شو. د پښتنو د دغه مخور شاعر، اديب او ژورنالست اورواښاد اجمل خټک د ادبي او سياسي ژوند د ياد دغه لمانځغونډه چې د پېښور په پاچاخان مرکز کې جوړه شوې وه، د پښتونخوا عوامي نشل ګوند له خوا تنظيم شوې وه.

په غونډه کې د دغه ګوند پر مشرانو او سياستوالو سربېره د ولايتي اسامبلۍ يا جرګې غړيو هم ګډون کړی و.

د اجمل خټک په ياد دغې غونډې ته د عوامي نشل ګوند مشرانو افراسياب خټک، حاجي عديل، بشير بلور او نورو خبرې وکړې.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعانو وزير (ميان افتخار حسين) دغې غونډې ته په يوه توده وينا کې د ارواښاد اجمل خټک د قامپالنې او له وطن سره د مينې ستاينه وکړه.

غونډې ته ګڼ شمېر شاعران او اديبان هم ورغلي وو، او د اجمل خټک ياد يې په خپلو شعرونو کې ولمانځه.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين په خپله وينا کې زياته کړه چې ارواښاد خټک په لرو بر کې له پښتنو سره اړيکي درلودل او د قوم خدمت يې کاوه.

اجمل خټک د غيرت چيغه د لروبر تر ګوټ ګوټ پورې رسېدلې وه، او په خپل وخت کې ترې ډېر زمليان او ځوانان اغېزمن شوي وو، او د ډېرو په باور به يې غږ او شعر بيا هم پاتې وي.

اجمل خټک د تېر ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۷ مه د خپل عمر په ۸۵ کلنۍ له دې نړۍ سترګې پټې کړې، او بيا پېښور ته نژدې په خپل پلرني ټاټوبي، اکوړه خټک، کې خاورو ته وسپارل شو.

په پېلوزي کې غونډې ته د افتخار حسين خبرې او بيا هم د اروښاد اجمل خټک ته په پېښور کې زموږ د همکار رحمان الله کتنه اورو.

د کندهار کلتوري ټولنې

په کندهار کې فرهنګپال وايي په لس ګونو هغه ادبي فرهنګي ټولنې چې په تېرو لسو کلونو کې يې په دغه ولايت په کار پيل کړی و، اوس يې فعاليت بې خونده او يا هم درېدلی دی.

د کندهار فرهنګپال د دغو ټولنو په فعاليت کې د ستونزو لامل په مسلک او اداري چارو کې د وړتيا کمزوري په ګوته کوي، خو کلتوري چارواکي بيا وايي که څه هم د کندهار د ځينو فرهنګي ټولنې له ستونزو سره مخامخ شوې خو دوی لاسته راوړنې هم درلودې. مامون دراني په کندهار کې د کلتوري ټولنو فعاليت ته کتنه کړې ده

په هرات کې سينما او تياتر

Image caption هرات کې کولتوري چارواکي د سينما چارو ته د پاملرنې غوښتنه کوي

په هرات کې بيا کولتوري چارواکي وايي د سينما او تياتر چارو ته بايد پاملرنه زياته او په دې برخه کې دې دوی ته ځانګړي امکانات برابر شي.

د هرات د سينما او تياتر څانګې چارواکي وايي په دې ورستيو کې د تياتر په ډګر کې څو پرله پسې ښونيز کارځايونه جوړ شوي خو سينما ته بيا پوره پاملرنه نه ده شوې.

دوی ځکه د سينما څانګې د هنرمندانو رول مهم بولي چې د افغانستان ډېری وګړي سواد نه لري او ډېری د ژونديو يا ټلوېزيوني نندارو او فلمونو ليدونکي دي.

په پېلوزي کې مو محمد قاضی زاده د هرات له سينما او تياتر خبروي.

شعر او شاعري

په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د فضل ولي ناګار شعري ټولګه د ناګار خپرندويه ټولنې له لوري چاپ شوې ده.

دغه ټولګه چې شا او خوا پنځه سوه مخونه لري د ښاغلي ناګار نژدې ټوله شاعري په کې ځاى شوې ده.

زمونږ همکار ببرک مياخېل له ښاغلي ناګار سره د هغه د شاعرۍ او هم پر شعر او شاعر د حالتونو د بدلون د اغېزو په اړه مرکه کړې ده.

د مصر پاڅون او د قاهرې موزيم زيان

Image caption د قاهرې موزيم کې په خورا ارزښتناک توکي ايښودل شوي دي.

په مصر کې د پاڅون او نظام بدلون ګډوډيو هلته د دغه هېواد لرغونيو اثارو ته زيان رسولی او د قاهرې له موزيم نه ځينې اثار ورک شوي دي.

خو د مصر د ثارو ادارې مشر زاهي حواس ټينګار کړی چې هېواد يې بهرنيو سيلانيانو لپاره يو خوندي ځای دی او کېدی شي لرغوني ځايونه يې ژر پرانيستل شي.

ښاغلي حواس د قاهرې له موزيمه، چې ارزښتناک هنري او لرغوني اثار په کې ځای دی، د ځينو لوټنو په اړه معلومات ورکړل.

کله چې د تېرې جنورۍ په ۲۸ مه د لاريونو په مهال ګډوډۍ پيل شوې، لوټماران په پړيو د موزيم هغې خونې ته ورښکته شول چې لرغوني اثار په کې دي، خو غلو د پاچا (توت عنخ امون) مسک په څېر ځينې خورا ارزښتاک توکي نه دي وي، خو بيا يې هم تر ۱۸ تاريخي ټوټې ورسره وړې دي. خوشال تايب پېلوزي ته د قاهرې موزيم په اړه راپور چمتو کړی دی.