ورځنۍ خبرې - د انگليسي ژبلوست نوې لړۍ

Image caption دغه لړۍ لس پروگرمونه لري چې په لومړي پروګرام کې، اشلې او سټيون د يو سوغات په لټه کې دي.

ورځنۍ خبرې "Word on the Street" د انګليسي ژبلوست يوه نوې په زړه پورې لړۍ ده، چې د بي بي سي او بريتانيا کلتوري شورا “British Council”له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

د ورځنۍ خبرې "Word on the Street" د پروګرامونو په لړۍ کې دې ته کتنه شوې چې انګريزي په ورځني ژوند کې څنګه کارول کېږي او دغه راز په کې د ځوان بريتانوي کلتور ژوندي اړخونه وړاندې کېږي. د هرې نيمې گړۍ فلم د بريتانيا په بېلابېلو ځايونو کې اخيستل شوی او د ډرامايي مرکو انځورونه کوي، او داسې راپور ورکوي چې له تاسې سره د انګريزۍ ژبې مهارتونو په ښه کولو کې مرسته کوي.

د ورځنۍ خبرې د لړۍ پروگرامونه به هر اوونۍ يواځې زمونږ په انټرنيټ پاڼه کې خپريږږي.