ورځنۍ خبرې انگليسي ژبلوست: لومړۍ برخه - کمډېن

دا اوونۍ سټيون او اشلې د دې فرصت مومي چې په ناټېنګ هېل کارناوال کې برخه واخلي. اشلې ډېره تلوسۍ ده چې د دغې مهمې ورځې لپاره مناسبې جامې برابرې کړي. خو سټيون بيا دا غوره بولي چې د نڅا په ټولګي کې ګډون ولري چې د نڅا حرکتونه ياد او منظم کړي.

د پروګرام خبريال نېک په بريتانيا کې پر څو فرهنګيزې مسالې، او د دغه ټولنې پر وړاندې يې پر ګټو او ننګونو رڼا اچوي. دی له يو شمېر کډوالو او هغو کسانو سره خبرې کوي چې کلونه يې دلته ژوند کړی دی.

راب چې د انګرېزۍ ژبې کارپوه دی، له "صفت" سره تړلې او هغه کلمې څرګندوي چې له صفتونو سره کارول کېږي. د پروګرام کارپوه د کډوالۍ په اړه يو شمېر مهمو پوښتنو ته ځواب وايي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .