په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د شفاهي ادبياتو ساتنې هلې ځلې

په خوست کې د شفاهي ادبياتو د ساتنې هلې ځلې

د انځور حقوق b
Image caption د خوست سيمينار د ولسمشر کرزي د فرهنګي چارو سلاکار دفتر، د خوست ولايت چارواکيو، د شيخ زايد پوهنتون ادارې او د خوست يو شمېر فرهنګي ټولنو له خوا په ګډه جوړ شوی و.

دا اوونۍ د پښتو شفاهي ادبياتو د پيدايښت او پايښت په اړه په خوست کې يو دوه ورځنی سيمينار جوړ شوی و.

د سيمينار د جوړولو چارې د ولسمشر کرزي د فرهنګي چارو سلاکار دفتر، د خوست ولايت چارواکيو، د شيخ زايد پوهنتون ادارې او د خوست يو شمېر فرهنګي ټولنو له خوا په ګډه شوې وې، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړيو او د خوست او هم نورو ولايتونو اديبانو او فرهنګيانو په کې ګډون کړی و.

په شفاهي يا د وينا ادبياتو کې فولکلوري کيسې، خيالي کيسې، افسانې، سندرې، متلونه او نورې فرهنګي ويناوې راځي.

په ډېر ساده ډول شفاهي ادبيات د وينا هنر دی چې په ژبه او خبرو يو بل يا له يو نسل بل نسل ته لېږدېږي.

په دې اړه د خوست دوه ورځني سمينار په پای کې لويه پکتيا د شفاهي ادبياتو شتمن ټاټوبی وبلل شو، او په يو پرېکړه ليک کې د دې غوښتنه وشوه چې راټولولو ته يې د ځانګړې پاملرنه وشي، او په دې اړه دې په شيخ زايد پوهنتون کې ځانګړی مرکز پرانيستل شي.

Image caption د کندهار کلتوري چارواکي وايي د کتاب چاپولو په برخه کې يې خپلې هڅې ډېرې کړې دي.

په خوست کې الياس وحدت د شفاهي او فولکلوري ادبياتو ليکوال عبد الکريم پتنګ او ليکوال فيض الله غمخور سره پر شفاهي ادبياتو او هم يې د ساتنې پر ارزښت خبرې کړې.

په کندهار کې کتاب او د چاپ ستونزې يې

د کندهار کلتوري چارواکي وايي په دې ورستيوکې يې دکتاب چاپولو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړې او يو زيات شمېر ادبي او تاريخي کتابونه يې د لوست مينه والو ته وړاندې کړي دي.

د کندهار يو شمېر ليکوالان هم د دغه ولايت کلتورې چارواکيو وروستۍ هڅې د کتابونو د چاپ په برخه کې ستايې او وايي نور زيار ته هم اړتيا ده.

خو ځينې نور بيا د کتاب له حالت خوښ دي او يوشمېر خپرندويه ټولنې بيا په کندهار کې د کتاب چاپونې صنعت په برخه کې د مطبعې نه شتوالی يوه لويه ستونزه په ګوته کوي.

په هرات کې د سترو څېرو په نومونو د ځايونو نومونه

Image caption په هرات کې کولتوري چارواکي وايي غواړي د دغه ښار سړکونه د سترو شخصيتونو او څېرو په نامه کړي.

په هرات کې بيا کولتوري چارواکي وايي په دغه ښار کې يې د افغانستان او نړۍ د سترو شخصيتونو او څېرو په نامه د سلو سړکونو د نومولو پلان جوړ کړی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور ادارې بي بي سي ته ويلي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د دغه پلان عملي کولو چاره پيل شي.

ځايي چارواکي وايي د دغه ګام يوه موخه دا ده چی ځوان نسل د خپل هېواد او نړی سترې علمي او کولتوري څېرې وپيژني او ژوند او کړيو کارونو سره يې اشنا شي.

نور حال په هرات کې له محمد قاضي زاده اورو

لوی اسکندر يونانی که مقدوني و

دا چې خبره د پخوانيو مشهورو څېرو د نومونو ده، په مقدونيا کې د لوی اسکندر مجسمې درولو کار پيل شوی چې له يونان سره د نامه پر ميراث ناندرۍ راپارولې دي.

دغه څلی چې په ايټاليا کې يې ډزاين شوی، ۵،۳ مليون يورو لګښت پرې شوی، چې ۱۲ متره لوړه مجسمه به په کې د د اوبو فوارې پر ۱۰ متره لوړ دريځ ولاړه وي.

د انځور حقوق AP
Image caption په مقدونيا کې د لوی اسکندر مجسمې درولو کار له يونان سره د نامه پر ميراث ناندرۍ راپارولې دي.

د مقدونيا حکومت وايي دغه مجسمه د پرمختګ لپاره مهمه ده، خو ګوتنيوکي بيا وايي چې پر دې برونزي مجسمې لګښت د پيسو ضايع کول دي.

يونان چې د مقودونيا په نامه يو ولايت لري، له مقدونيا سره د اسکندر د ميراث پر داوه ناندرۍ لري.

هر اړخ وايي د اسکندر تاريخي څېره د دوی ده. يونان وايي د يوناني امپراتورۍ او سلاوي مقدونيانو ترمنځ هېڅ توکميز تړاو نه شته.

لوی اسکندر چې له ميلاده څه د پاسه دری پېړۍ مخکې تېر شوی، اوس يې په اړه سوکوپيې او اتن پر ناندريو دي، دا چې دی څوک و، په کابل پوهنتون کې د لرغون پوهنې استاذ محمد رسول باوري پرې راسره خبرې کوي.