په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی: ښونځيو او پوهنتونو کې د ښوونيز عدالت غوښتنه

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

کابل کې غونډه او پوهنتونونو کې د پوهنيز عدالت غوښتنې

Image caption کابل پوهنتون کې د ښوونې پر لارو چارو له اوږدې مودې راهيسې نيوکې کېږي.

دا اوونۍ په کابل کې د افغان محصل ټولنې له خوا يو کنفرانس جوړ شوی و، چې غوښتنه يې په ښوونځيو کې د ښوونيز او پوهنتونو کې د اکاډميک عدالت پلي کول وو.

په کنفرانس کې د ولسي جرګې غړيو، پخوانيو حکومتي څېرو او د مدني ټولنو غړيو سربېره د پوهنتونو استاذانو او زده کوونکيو ګډن درلود.

د کنفرانس تنظيمونکيو ويل د ګډونوالو شمېر يې له شپږ سوو تر اتو سوو پورې رسېده.

په کنفرانس کې د بېلابېلو ژبو زده کوونکيو غوښتنه درلوده چې په افغان پوهنتونونو کې دې لېکچر يا لېکچر ليکنه په دواړو پښتو او دري او يه هم يوه په يوه او بل پر بله ژبه چمتو شي.

دوی وايي ډېری زده کوونکي چې له ولايتونو په کابل پوهنتون کې زده کړې کوي، په پښتو زپه د زده کړې وسايلو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وي.

د دې اوونۍ پېلوزي بنډار کې پر همدې موضوع د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاذ اسماعيل يون او د همدغه پوهنځي زده کوونکی الهام ناصري، چې د افغان محصل د فرهنګي څانګې مسول هم دی، راسره خبرې کوي.

پښتو شعر او پرې د حالاتو اغېز

Image caption روانو حالاتو د پښتو شعر پر بڼې ژور اغېز کړی دی.

پېښور او کوزه پښتونخوا د پښتو شعر ټاټوبی دی. په وروستيو کلونو کې په سيمه کې تاوتريخوالي او د زورزیاتي پېښو د پښتو شعر پر بڼه اغېز کړی دی.

ډېری شاعران نور د خوشال خان د تورې شرنګ او د ميوند مېړانې ياد نه، بلکې په ډېرو شعرونو او ادبي ويناوو کې يې له هغو چارو فرياد او کوکار ليدل کېږي چې د پسرلي ګلونه زمولوي.

له داسې چارو کوکار چې ګنې هر غاټول چې پر بېديا غوړېده وکا، رژوي يې پاڼې کاندی تار په تار. همدا بڼه اوسمهال پر پښتو شعر غوړېدلې ښکاري.

په پېښور کې رحمان الله د نن پښتو شعر ته کتنه کړې ده.

په هرات کې پر رحمان بابا غونډه

د انځور حقوق online
Image caption رحمان بابا د پښتو صفي شاعر دی، چې ډېری شعرونه يې پند او نصيحتونه دي.

چې خبره د شعر او شاعرۍ او هم پرې د ننیو حالاتو د اغېزو ده، دا اوونۍ بيا په هرات پوهنتون کې هم د رحمان بابا پر ياد يوه غوډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې چې ګڼ شمېر بښتنو لیکوالانو او شاعرانو ګدون کړی و، د رحمان بابا د شعرونو د منځپانګې او ښکلا په اړه په کې څېړنيزې مقالې ولوستل شوې.

د ډېری ويناوو او مقالو ګډ ټکی دا و چې رحمان بابا د هغو دردونو لپاره د حل لار په خپلو شعرونو کې په ډاګه کړې چې اوس هم افغانان ځوروي.

محمد قاضي زاده پرې پېلوزي ته له هراته راپور لري.

په همدې هرات کې کلتوري چارواکي وايي دوی له ګڼ شمېر معيوبو هنرمندانو سره د مرستو پلان جوړ کړی دی.

ځايي چارواکي وايي اوسمهال شاوخوا دوه سوه معيوبان په هرات کې په انځورګرۍ، موسيقۍ، خطاطۍ او لاسي صنعتګرۍ کې فعاليت کوي، خو تر اوسه یې د استعدادونو موندنې لپاره چندان کار نه دی شوی.

د پير هرات خيريه ټولنه چې د معیوبانو پالنې په برخه کې فعاليت کوي وايي حکومت بايد معيوبو هنرمندانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

په پېلوزي کې له معيوبو هنرمندانو سره د مرستې په اړه د هرات د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر ولي شاه بهره څرګندونې اورو.

زندان او د سندرو شهرت

Image caption لاري جو د جنوبي افريقا په شمال يوه بېوزلې سيمه کې لوی شوی دی.

د جنوبي افريقا سندر غاړی لاري جو (Larry Joe) د خپل هېواد د شمال یوه بېوزلي سيمه کې لوی شوی دی.

په زلميتوب کې يې ژوند سخت و، پيسې يې نه درلودې او د ژوند ستونزو په اسانۍ د ناسمو خلکو منځ او د جرمونو غېږ ته ورټېل وهلی و.

پلار يې په ماشومتوب کې د ګيتار زده کړه ورکړې او په هماغه وخت کې يې په سيمه ييزه کچه د سندرو سيالۍ ګټلې وې.

بيا په يوه غلا او کور لوټنه کې د ښکېلتيا له امله زندان ته ولېږل شو.

د زندان په خونه کې به يې وخت د سندرو په ليکلو او ويلو تېراوه.

د وخت په تېرېدو يې د نورو زندانيانو ترمنځ نوم وګاټه.

Image caption لاري جو په کور لټونه او غلا کې د ښکېلتيا له امله څو کاله بند تېر کړ.

بيا زندان ته د يو ورغلي سندرجوړوونکي ورپام شو، او د زندان د خپلې خونې دننه يې د سندرو يو البوم ثبت کړ.

که څه هم د ژوند ستونزو لاري جو ناوړه کارونو ته اړ کړی و، خو د زندان او ژوند نورې سختۍ بيا ده ته پند او عبرت هم شوې، او همدا وو چې پر موسيقۍ سربېره يې د سندرو پر ليکلو پیل وکړ.

لاري جو په زندان کې له خپل بند تېرولو اوس خوشي شوی، جرمونو ته يې شا کړې او د سندرغاړي او سندر ليکونکي په توګه يې يو بريالی ژوند پيل کړی دی.

په پېلوزي کې د لاري جو د بندي کېدو کيسه اورو.