په آکسفورډ پوهنتون کې د مایکل انجلو تابلو وموندل شوه

تابلو د انځور حقوق 1
Image caption د ''کامبین هال'' پوهنځي دغه تابلو په تېره اتیایمه لسیزه کې د سوذبي د مزاد په علني داوطلبۍ کې ترلاسه کړې وه.

يوه ايټالوي څېړونکي ویلي، چې د رنسانس دورې د یوه هنرمند مایکل انجلو یوه ارزښتناکه تابلو د برتانیا آکسفورډ پوهنتون د ''کامبین هال'' اکاډيمۍ په تالار کې وموندل شوه.

څېړونکي انتونیو فورسیلینو ویلي، د ډي ان اې څېړنو وښوده، چې/ لکه څنګه چې وړاندې ددې تابلو د انځورګرۍ په اړه د مارسیلو فینوستي نوم یادېده، خو اوس جوته شوه، چې دا د مایکل انجلو په لاس د عیسی مسیح کښل شوی انځور دی.

په یاده اکاډیمۍ کې د تالار له دېوال څخه دغه تابلو راخیستل شوې، او د آکسفورډ پوهنتون تاريخي اشمول انستېتیوت ته د ساتنې په موخه وړل شوې ده.

د کامبین مؤسسې مسؤول بادار بریندان کالاګان وویل: ''دا زښته زیاته قیمتي هنري ډالۍ ده، خو ارزښت یې تردې هم ډېر دی چې اوس دې زموږ د اکاډيمۍ پر دېوال ځوړنده پاتې شي.''

لس برابره

ښاغلي کالاګان زیاته کړه له هغه راهیسې چې نوموړی ددغې مؤسسې مسؤول ټاکل شوی، ددې تابلو ارزښت – آن که د مایکل انجلو په لاس هم نه وي کښل شوې،- لس برابره ډېر شوی.

هغه وايي: ''له شک پرته چې مایکل انجلو ته ددغې تابلو د منسوبېدو په اړه به د هنر تاريخ پوهان د منونکو او نه منونکو ډلو ترمنځ ووېشل شي.''

بریندان کالاګان دا هم وویل، ددې نوي اکتشاف هرکلی کوي، چې صلیب، قدیس یوحنا او مالکان په کې د غم په حالت کې دي.

فورسیلینو د ''د مایکل انجلو ضایع شوي اعمال'' په نامه پخپل کتاب کې ویل: ''تر مایکل انجلو پرته بل هېڅوک هم ددا ډول ښکلې هنري تابلو د کښلو وس نه لري.''

د ''کامبین هال'' پوهنځي دغه تابلو په تېره اتیایمه لسیزه کې د سوذبي د مزاد په علني داوطلبۍ کې ترلاسه کړې وه.

ورته مطالب