په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د بي بي سي پښتو ۳۰ مه کليزه، ژبه يې څنګه ده؟

د دې اوونۍ پېلوځي کې:

Image caption بي بي سي پښتو ۳۰ کاله مخکې له بوش هاوس خپرونې پیل کړې

بي بي سي پښتو ۳۰ کلنه کېږي، د خپرونې ژبه يې څنګه وه؟

د روان ۲۰۱۱ کال د اګست مياشتې پر ۱۵ مه د بي بي سي پښتو خپرونه پر خپلې ۳۰ کلنۍ پل ږدي. دری لسيزې وړاندې بي بي سي پښتو د نبي مصداق پر غږ په پښتو خپرونو پيل وکړ.

د بي بي سي پښتو خپرونو د پيل پر مهال لا پر افغانستان د شوروی اتحاد له يرغله يو کال او نژدې ۸ مياشتې تېرېدې.

بي بي سي له وړاندې د پښتو خپرونو تابيا درلوده، چې په افغانستان کې له بدلونو سره هم مهاله له بي بي سي نه پر پښتو ژبه د خپرونو اړتيا زياته شوه.

لومړۍ خپرونه سهار مهال او يوازې ۱۵ دقيقې وه، اوس دری لسيزې وروسته بي بي سي هره ورځ يو ساعت سهار او يو ساعت ماښام په پښتو خپرونې کوي، او پر دې سربېره د افغانستان پر وخت د هرو دوو ساعتونو پر سر پښتو خبرونه خپرېږي، چې ترمنځ يې په دري ژبه خبرونه وي.

دا چې په تېرو دريو لسيزو کې د بي بي سی پښتو زبه څنګه وه، د دې اوونۍ پېلوزي بنډار مو همدې ته ځانګړی کړی چې ژب پوه مجاور احمد زيار او ليکوال او اديب نجيب منلی په کې راسره خبرې کوي.

د بادغيس نريمان کلا

Image caption بادغيس د افغانستان شمال لوېديځ کې دی، چې ويل کېږي د رغونې کارونه په کې ټکني دي

د بادغيس کولتوري چارواکي وايي د نريمان کلا چې د سيمې د ډېرو مهمو لرغونو ودانيو په کتار کې شمېرل کېږې ويجاړه شوې او بيارغاونې ته اړتيا لري.

دوی وايي د دغې کلا شاوخوا ناقانونه کيندنې هم شوې دي.

د بادغيس د اطلاعاتو او کولتور اداره وايي د دغه ولايت ډېری نورې لرغونې سيمې او ودانۍ هم د ويجاړۍ له ګواښ سره مخامخ دي او د ناامنۍ له امله يې د بيارغاونې چارې ځنډول شوې دي.

د پښتنو مېرمنو ټولنه

Image caption پر فېسبوک د پښتنو مېرمنو ټولنه غواړي پښتنو ښځو ته خدمت وکړي

په دې وروستيو کې په امريکا کې مېشتو پښتنو مېرمنو د "پښتنو ښځو سازمان" په نامه يوه ټولنه جوړه کړې ده.

دغه ټولنه چې اوس مهال د ټولنيزې شبکې فېسبوک له لارې جوړه شوې، وايي موخه يې د پښتنو مېرمنو ترمنځ د تړاو ټينګښت او هم په افغانستان کې ښځو ته رسېدنه او د هغوی د ستونزو راپورته کول دي.

فېسبوک ټولنيزه شبکه چې د عربي نړۍ په روانو پاڅونونو کې يې اغېزناک رول لاره، اوسمهال يې د افغانانو ترمنځ هم کاروونکي ډېر شوي دي.

اريانا کرزی چې د امريکا په کليفورنيا کې مېشته ده، پر فېسبوک د پښتنو مېرمنو دغې ټولنې له جوړونکو ده، دا وايي له همدې لارې غواړي پښتنو مېرمنو ته د مرستو لاس وراوږد کړي.

د پکتيا دودونه، کاڼی او نرخونه

Image caption پکتيا کې خلک اوس هم خپلې دعوې او لانجې د قومي مخورو په پرېکړو حلوي

د افغانستان په پکتيا ولايت کې اوس هم پخواني نرخونه او دودونه ژوندي دي او خلک اوس هم خپلې دعوې او لانجې د قومي مخورو په پرېکړو حلوي.

هغه تړونونه چې خپله د سيمې د قومي سپينږيريو له خوا کېږي تر ډېره بريده يې په کليو او بانډو کې د خپلمنځي تاوتريخوالي او وژنو مخه نيولې ده.

قومي سپينږيري وايي چې د ولس تر منځ دعوې او لانجې يوازې د قومي منځګړيتوب له لارې حلېږي او په محکمو کې ډېر وخت له ځنډ او خنډ سره مخ وي.

په پکتيا کې د کاڼي ايښودل، برمته نيول، شرم او پور اخيستل هغه دودونه دي چې د دې سيمې خلک پرې خپلې دعوې په اسانه پرېکوي.