فیسبوک کاروونکی د ۲۷ میلیون پیغامونو په استولو محاکمه کېږي

سانفورډ والاس د انځور حقوق AP
Image caption سانفورډ والاس د ''spam برېښنالیک پاچا'' هم بلل کېږي.

یوه امریکايي سړي وروسته تر هغه چارواکو ته ځان وسپاره، چې د ټولنیزې وېبپاڼې فېسبوک کاروونکو ته پرې د شاوخوا ۲۷ میلیونه(spam) یا ناخوښ کړل شوو پیغامونو د استولو تور پورې شو.

سانفورډ والاس چې ''د spam برېښنالیک پاچا'' هم بلل کېږي، په کلیفورنیا ایالت کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا (ايف بي آی) غړو ته ځان تسلیم کړ.

د ایف بي آی ددفتر څېړونکو ویليو والس داسې کمپیوټري پروګرام جوړ کړی، چې په مټ به یې د نورو کسانو چلیز سیستمونه (operating System) ته ننوت او د هغوی spam برېښنالیکونه به یې فېسبوک ته پورته کول.

دوی وايي چې دغه کس په دې کار سره د خلکو بانکي حسابونه او په اړه یې نور مالومات هم ځان ته مالومول.

پلټونکو دا هم ویلي چې د والاس په لاس جوړ شوي سافټویر د فېسبوک کاروونکو ته spam برېښنالیکونه استول او هغوی داسې انګیرله چې د فېسبوک ملګرو یې وراستولي دي.

دوی وايي، دغو پیغامونو د فېسبوک کاروونکي هڅول هغه وېبپاڼه وګوري، چې ددوی بانکي حسابونه پکې د انټرنېټي غلو له خوا اېښودل شوي وو.

پلټونکو ویلي، کاروونکي به چې کله وېپاڼې ته ورغلل، د یوې بلې وېبپاڼې تړاو (لینک) به ورکول کېده، چې په دې سره به والاس ته د هغوی د بانکي حسابونو لا نور مالومات په ډاګه کېدل.

Image caption د ۲۰۰۸ د نومبر او ۲۰۰۹ د مارچ ترمنځ موده کې د فېسبوک شاوخوا ۵۰۰ زره کاروونکو برېښنالیکونه هک یا غلا شوي، چې تر ۲۷ ډېر spam برېښنالیکونه یې ترلاسه کړي دي.

خو والاس پرې دا ټول تورونه رد کړي، همدا وو چې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ضمانت خوشی شو.

د ۲۰۰۸ د نومبر او ۲۰۰۹ د مارچ ترمنځ موده کې د فېسبوک شاوخوا ۵۰۰ زره کاروونکو برېښنالیکونه هک یا غلا شوي، چې تر ۲۷ ډېر spam برېښنالیکونه یې ترلاسه کړي دي.

پر والاس شپږ تورونه لګول شوي، که چېرې پر هغه دغه تورونه ثابت شي، کېدای شي تر لسو کلونو په زندان کې واچول شي.

په ۲۰۰۹ کې د فېسبوک وېبپاڼې چلووکو د والاس پرضد یوه قضیه هم راپورته کړه، چې نوموړی یې په لړ کې فېسبوک ته له ننوتلو منع کړای شو، خو پلټونکي وايي هغه د روان کال په لومړیو کې له دې کاره څو – څو ځلې سرغړونه کړې.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

ورته مطالب