په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د بي بي سي پښتو ۳۰ مه کليزه، ادبي هنري پروګرامونه يې

د دې اوونۍ پېلوځي کې

د بي بي سي پښتو هنري ادبي پروګرامونه

Image caption د بي بي سي اوومې سټوډيو کې به بېلابېل هنرمندان، اديبان او شاعران رابلل کېدل، او د اورېدونکيو پوښتنې به يې ځوابولې.

د روان ۲۰۱۱ کال د اګست مياشتې پر ۱۵ مه د بي بي سي پښتو خپرونه پر خپلې ۳۰ کلنۍ پل کېښود.

په تېرو دريو لسيزو کې بي بي سي پښتو د روانو چارو، ورځنيو پېښو او سياسي بدلونونو پر راپورونو، مرکو او پروګرامونو سربېره ادبي هنري او بوخت ساتونکي پروګرامونه هم وړاندې کړې دي.

د پېلوځي په تېرو دوو کړيو کې مو د بي بي سي پر پښتو ژبه او هم ادبي پروګرام راشه درشه خبرې وکړې، په دې پرو ګرام کې غواړو د بي بي سي پر هنري پروګرامونو وغږېږو.

په دې کې د ملغلرو امېل او بيا په وروستيو کلونو کې اوومه سټوډيو پرګرامونه وو چې د مينه والو اورېدونکيو شمېر يې خورا زيات و.

دوی به ليکونه را استول او يا به يې په خپلو غږونو په دغو پروګرامونه کې ګډون کاوه. د ملغلرو امېل د دوهمې لسيزو په وروستيو کې پيل شوی و.

سپين تڼۍ د بي بي سي پښتو پر ملغلرو امېل او اوومه سټوډيو پروګرامونو راسره خبرې کوي.

کندهار کې تياتر او ټلوزيوني ډرامې

د انځور حقوق AFP
Image caption کندهار کې د د ممثلانو پر وړاندې نا امني هم ګواښ جوړوي

په کندهار کې د بل هر وخت په پرتله د تياتر او ډرامې جوړولو په برخه کی هڅې زياتې شوې دي او اوس هلته سريالونه او ډرامې جوړېږي.

خو د دغه ولايت ممثلين او د دوی د ټولنو مشران وايي د فعاليتونو له زياتوالي سره يې ستونزې هم په همغه اندازه پراخې دي.

دوی وايي د ټولنې دودونو له مخې ښځينه څه چې نارينه هم د تمثيل لپاره زړه نه ښه کوي.

نارامي او امنيتي ستونزې د دوی کار پر مخ خنډ او کله ناکله د دوی ژوند ته ګواښ جوړوي.

د کندهار کلتوري چارواکي د دغو ټولنو هڅی ښې ارزوي او د کارونه ستاينه يې کوي.

د پېلوځي فرهنګي خبرونه

د امريکا هنرمند او مخکښ فېلم جوړوونکی رابرټ برير د خپل عمر په ۸۵ کلنۍ مړی شوی دی.

اکاډميکو څېرو دی د انيمېشن يا خوځوونکيو تجريبي تخنيکونو له مخې د بنسټ ايښودونکيو امريکايي مخکښانو غړی باله.

ښاغلی برير په اصل کې يو انځورګر و، خو په ۱۹۵۰ کلونو کې يې خپل پام فېلم ته واړاوه.

دی د خپلو انځوريز خوځېدونکو کښنو او سترو مجسمو په جوړولو پېژندل کېده.

برير ته د يو داسې لومړي هنرمند وياړ هم په برخه و چې فېلم يې په هنري ګالرۍ کې ښودل کېږي.

د خپل ۵۰ کلن هنري ژوند کې دی دغه هنرمند د انيمېشن يا خوځېدونکو انځورو او د تجربه کولو او تېروتنو له لارې د نويو تخنيکونو موندلو مخکښ بلل کېده.

د انځور حقوق Catherine Masud
Image caption طارق مسعود د بنګله دېش یو مخور فېلم جوړونکی و

بنګله دېشی فېلم جووړونکی طارق مسعود له پلازمېنې ډاکې سره نژدې د بس د ټکر په يوه پېښه کې مړ شو.

مسعود ۵۴ کلن و او هغه مهال له دريو نورو کسانو سره مړ شو چې د سپرلی (ميني بس) يې له يو بل بس سره ټکر شو.

د ده مېرمن کاترين مسعود او يو بل بنګله دېشی هنرمن ډالي ال مامون په پېښه سخت ټپيان شوي دي.

د ښاغلي مسعود د (خټو مرغه) فېلم په ۲۰۰۲ کال د کان فېلمي فسټيوال جايزه ګټلې وه، او د اوسکار ۲۰۰۳ کال بهرنيو فلمونو لپاره د بنګله دېش کانديد و.

د مسعود مېرمن چې په امريکا کې زېږېدلې د (خټو مرغه) يې په ګډه ليکلی او جوړ کړی دی. دغه فېلم د يو زلمی هلک کيسه کوي چې په يوه ديني مدرسه کې اوسېږي.

د انځور حقوق bbc
Image caption شامي کپور د خپل نسل له مشهور فلم ستوريو ګڼل کېده

د باليوود ممثل شامي کپور د خپل عمر په ۷۹ کلنۍ ومړ.

دغه ممثل چې د مرګ لامل يې د ګردو زيانمنېدل ښودل شوي د هند فېلمي صنعت مشهورې کورنۍ سره تړلی و.

دی چې د خپل نسل له خورا مشهورو ستوريو ګڼل کېده، په مشورو فلمونو (جنګلي، د پاريس ماښامنی، چايناټاون او کشمير کي کالي) فلمونو کې لوبېدلی و.

ده په خپل هنري ژوند کې په څه د پاسه ۱۰۰ فلمونو کې کار کړی و.

ښاغلي کپور د ګوردې له ناروغۍ رنځ ګاله او تېره اوونۍ روغتون ته بېول شوی و.

او دا اوونۍ د دغو کتابونو د چاپ خبرونه راسره دي

(ستا په نوم) د ځوان ليکوال محمد واصل وصال د لنډو کيسو ټولکه له چاپه راوتلې ده.

(ته د ستوري تصور کې) د عبد الله ستوري شعري ټولګه ده، چې په دې وروستيو کې په کندهار کې چاپ شوې ده.

په کوټه کې د (پيوند) په نامه په پښتو مجله چاپېدونکې ده. دغه مجله به ۶ مياشتينی وي چې ډېره برخه به يې پر ژباړه ولاړه وي.

سبکپوهه، د اجمل ښکلی ليکنه، احساس، د خان محمد محتاج اپريدي ليکنه او د ملغلرو دانه د نازو پسرلی ژباړه ده چې دا کتابونه بيا دانش خپرندويه ټولنې خپاره کړی دي.