په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د غزني موزيم او ۲۰۱۳ کال ته يې د چمتوالي هلې ځلې

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

د غزني موزيم او ۲۰۱۳ کال ته يې د چمتوالي هڅې

Image caption غزني ډېر لرغوني اثار لري، چې په تېرو څو لسيزو کې خورا زيانمن شوي دي.

ټاکل شوې چې په ۲۰۱۳ کال کې غزني د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شي.

خو دا چې دغه کال ته د غزني چمتوالی څنګه روان دی، په اړه يې شکايتونه زيات دي. د دغه ولايت موزيم چې لرغوني اثار ه به يې نندارې ته وړاندې کوي، لا تراوسه نه دی جوړ شوی.

د غزني لرغونو اثارو يوه برخه د ۱۹۸۰ مو کلونو په لومړيو کې د ښې ساتنې په مو خه کابل ته لېږدول شوې، چې لا تر اوسه همالته دي، او پاتې نور يې بيا په غزني کې په تړلو کوټو کې دي.

په کابل کې د ملي موزيم مشر عمراخان مسعودي وايي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ايټاليا په پانګونې او د يونسکو تر څارنې لاندې د سلطان عبد الرزاق مقبره چې په جنګونو کې زيانمنه شوې وه، بيا رغولې ده.

دی وايي پلان دی چې د ۲۰۱۲ کال په پای او ۲۰۱۳ کال په لومړيو کې به د اسلامي دورې اثار نندارې ته په کې کېښودل شي.

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير رڼا مشاعره

Image caption د مېرمن کلتوري ټوليز بهير وايي دوی دوی د ښځو په ژوند پرمختګ هلې ځلې کوي.

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د سپتمبر پر ۱۶ مې د جمعې په ورځ خپل درېيم کال په کابل کې په يوه غونډه او مشاعره ولمانځه.

غونډې ته ويناوې وشوې او د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير کلنی راپور هم وړاندې شو.

په مشاعره کې بيا ګڼ شمېر مېرمنو خپل شعرونه ولوستل او هم په کې ادبي سيالۍ وشوې.

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير په يو شمېر ولايتونو کې خپلې څانګې لري، د مېرمنو ليکنې او کتابونه چاپوي، او د دوی شعرونو او لنډو کيسو کره کتنې هم کوي.

د دوی چارواکې وايي په کلنيو غونډو او مشاعرو کې يې له کوزې پښتونخوا او نورو ولايتونو هم مېرمنې برخه اخلي خو سږ کال له کابل بهر يوازې له خوست او کونړه مېرمنې ورغلې وې.

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير يوه مشره ساهره شريف چې په ولسي جرګه کې د خوست استازې هم ده، پېلوزي ته وويل د دوی بهير په ټولنه کې د ښځو ونډې د پراختيا هلې ځلې کوي.

د ځوانانو مشاعره

دا اوونۍ ځوانانو په جلال اباد کې هم د ځوان هيله تر سرليک لاندې يو ه مشاعره جوړه کړې وه.

مشاعرې ته چې ډېری شعرونه يې د روانو حالاتو انځورونه په کې شوې وه، د ننګرهار تل بهار پر ځوانانو سربېره نجونو هم په کې شعرونه ويلي دي.

کندهار، اوسنی شعر او شاعري

Image caption روانو حالاتو په کندهار کې د شعر پر وينا ژور اغېز کړی دی.

په کندهارکې بيا ځوانانو د غونډو او مشاعرو په جوړولو سره د شعر ليکلو او ويلو ډګر تود ساتلی دی.

خو بل پلو بيا يو شمېر ادب پال او ليکوالان وايي چې د ورستيو څو کلونو ناسمو حالاتو په دغه ولايت کې د شعري وينا پر رنګ او خوند خپل اغېز شيندلی، او ډېری ځوانان، په خپلو شعرونو کې د خپل ژوند ناخوالې انځوروي.

ځينې ليکوالان بيا دا يوه طبعي خبره بولي او وايي چې نه يوازې اوس بلکې د تاريخ په اوږدو کې هم شاعرانو اوليکوالانو د ژوند تودې سړې په خپلو شعرونو کی انځور کړې دي.

ټلوزيوني ډرامې او اېمي جايزې

Image caption کېټ وېنزلېټ په (مېلډرېډ پيېرس) کې په خپل رول تر ټولو غوره ممثله ونومول شوه.

دا اوونۍ په هاليووډ کې د اېمي جايزې اعلان شوې.

د امريکا "لېوني سړي" ډرامې د څلورم پرله پسې کال لپاره د غوره ډرامې جايزه وګټله، په داسې حال کې چې "عصري کورنۍ" د غوره کومېډۍ په ګډون پنځه جايزې وګټلې.

د بريتانيا "ډاونټن ابې" ډرامه د اېمي جايزو په مراسمو کې يوه ستره ګټونکې وه. دغې ډرامې د "تر ټولو غوره وړې لړۍ" په ګډون څلور جايزې وګټلې.

کېټ وېنزلېټ په "مېلډرېډ پيېرس" کې په خپل رول تر ټولو غوره ممثله ونومول شوه.

اېمي د ټلوزيوني توليد يا ډرامو جايزې دي چې له فېلم اکاډمۍ، او د سندرو ګرامي جايزو سره برابرې دي.