په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: انټرنېټ او د ادبي کلتوري مجلو پر چاپ او خپراوي يې اغېزې

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

انټرنېټ او د ادبي کلتوري مجلو پر چاپ او خپراوي يې اغېزې

Image caption په وروستيو کلونو کې انټرنېټ ته لاسرسی او د ټولنيزو شبکو کارونه زياته شوې ده.

په وروستيو کلونو کې چې په افغانستان او پښتون مېشتو سيمو په تېره بيا ښارونو کې انټرنېټ ته لاسرسی زيات شوی، د ادبي کلتوري مجلو او نورو مهالنيو چاپ او او خپرېدا په اړه اندېښنې هم ورسره زياتې شوې دي.

ځينې پر دې باور دي، د ادبي کلتوري مجلو او مهالنيو په خپرېدا کې د پيکوالي لامل دا دی، چې ګڼ شمېر خلکو اوس د فېسبوک په څېر ټولنيزو شبکو کارولو ته مخه کړې ده.

پر دې سربېره د پښتو وېبپاڼو شمېر هم زيات شوی، چې ليکوالان او اديبان پرې د خپلو ليکنو او ويناوو خپرولو په موخه ورمات دي.

خو نور بيا انټرنېټ ته لاسرسی او د ټولنيزو شبکو او پښتو وېبپاڼو د کارونې پراخوالی د ليکوالۍ او نوي ادب د غوړېدا په ګټه بولي.

دا چې ليکنې او ويناوې پرې ژر خپرېږې، هر څوک پرې د وينا توان لري او پر دې سربېره نوې وړتياوې هم ورسره زېږېږي.

د پېلوزي دې اوونۍ بنډار مو د ادبي کلتوري مجلو چاپ او خپرېدا ته ځانګړی کړی، چې انټرنېټ پرې څومره او څنګه اغېز کړی دی.

په بحث کې د دانش خپرندويه ټولنې مشر اسد الله دانش له پېښوره او ليکوال او څېړونکی اسد الله غضنفر له کابله راسره خبرې کوي.

په کابل کې د تياتر جشن

Image caption په تياتر جشن کې د کابل او ولايتونو شاوخوا شلو هنري ډلو برخه اخيستې وه.

په دې اونۍ کې په کابل کې د تياتر اووم ملي جشن ترسره شو، چې افغان هنرمندانو په کې د خپل هنر پياوړې ننداره وړاندې کړه.

په دغه هنري جشن کې د کابل او ولايتونو شاوخوا شلو هنري ډلو برخه اخيستې وه.

د جشن سنبالونکيو ويل سوله، د ښځو حقونه او د نشه يي توکيو په وړاندې مبارزه د دغو نندارو اصلي موخې وې.

په دغه فېسټيوال کې چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور، ګوېته انسټيټيوت او نورو فرهنګي ټولنو په مالي مرسته جوړ شوی و د تاجکستان يوې هنري ډلې هم په کې ننداره وښوده.

افغان چارواکي وايي د افغانستان تياتر د پخوا پرتله ډېره وده کړې او نړيوالو فرهنګي مرکزونو او نندارو ته يې لاره موندلې چې بېلګي يې د هند، تاجکستان او فرانسې په نړيوالو فسټيوالونو کې د افغان ممثلانو ګډون يادېږي.

"د بدلون لپاره سل زره شاعران" نړيوال فعاليت کې د جلال اباد مشاعره

Image caption "د بدلون لپاره سل زره شاعران" فعاليت کې په زرګونو شاعرانو په خپلو شعرونو ټولنيز، چاپېريال او سياسي بدلون غږ کاوه

دا اونۍ د سپتمبر پر ۲۴ مه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په زرګونو شاعران راغونډ شوي وو، چې په خپلو شعرونو ټولنيز، چاپېريال او سياسي بدلون راوستلو غږونه پورته کړي.

دغه فعاليت "د بدلون لپاره سل زره شاعران" په نامه يادېږي، او بنسټ ايښوودونکی يې امريکايي ليکوال او شاعر مايکل روتمبورګ دی چې په سان فرانسسکو کې اوسېږي.

د دغه فعاليت سږنۍ پلان شوې بڼې مشاعرې او د سولې غونډې وې چې په افغانستان کې هم په کابل او جلال اباد کې ترسره شوې دي.

د نړۍ په نورو برخو کې يې بيا شمېر زيات و، په امريکا کې ۲۸۵، په هند کې ۳۲، په پاکستان کې ۵، په چين کې ۵، لنډه دا چې د نړۍ د ۹۵ هېوادونو په ۵۵۰ ښارونو کې ۷۰۰ بېلابېل فعاليتونه ترسره شوي دي.

په جلال اباد کې يو شمېر شاعران بيا په دغه فعاليت کې له نړيوالو شاعرانو سره همغږي شول، او په خپلو شعري ويناوو کې يې د بدلون غوښتنه کوله.

په غزني پوهنتون کې پښتو کتابتون

Image caption د غزني پوهنتون کتابتون کې تر ۲۰۰۰ د پښتو ژبې كتابونه راغونډ شوي چې ډېرى يې د پښتوادبياتو دي

په غزني پوهنتون كې د پښتو ژبې زده کوونکيو لپاره نوي كتابتون جوړ شوی دی.

په کتابتون کې تر دوه زرو د پښتو ژبې كتابونه راغونډ شوي چې ډېرى يې د پښتوادبياتو په برخه كې دي.

تر دې مهاله زدوکوونکي د پښتو کتابونو نشتوالي له ستونزې سره مخامخ وو، اوس بيا چارواكې وايې پر ادب سربېره د نور څانګو له پاره هم د ورته كار تابيا لري.

د بي بي سي انګرېزۍ وېبپاڼې نړيواله جايزه وګټله

Image caption د بي بي سي خبری وېبپاڼې د جايزې په ګټلو نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او د الجزيرې انګرېزۍ وېبپاڼې ته ماته ورکړه.

دا اوونۍ په انګرېزۍ ژبه د بي بي سي خبري وېبپاڼې پر ليکه جورنالېزم کې د عمومي ښه والي يا غوره والي نړيواله جايزه وګټله.

د بي بي سي خبری وېبپاڼې په سيالۍ کې د جايزې په ګټلو نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او د الجزيرې انګرېزۍ وېبپاڼې ته ماته ورکړه.

دغه جايزې په ۲۰۰۰ کال کې پيل شوې او له ميامي مخابراتو پوهنتون سره په ملګرتيا يې د انلاين خبري ټولنه اداره کوي.

دوی په ډيجېيټل ژونالېزم کې غوره والی مني، او پام په کې پر خپلواکو، ټولينيزو، بې ګټو، غټو رسنيو او نړيوالو خبري وېبپاڼو راغونډوي.