انځوريز رپوټ : معمر قذافي د کلونو په اوږدو کې

ډگروال قذافي په ١٩٦٩ کال کې واک ترلاسه کړ.

دۀ د کودتا له لارې ځان د واک گدۍ ته ورساوۀ.

د دۀ د څو لسيزو ژوند خورا رنگين و دلته يې څو عکسونه د ژوند د څو شېبو په توگه وينو.

قذافي په انځورونو کې

  • ځوان قذافي له نورو عربي مشرانو سره ، ډگروال قذافي د عربي نشنلزم پلوى او ملاتړى و
  • قذافي ٢٧ کلن و چې د لېبيا پر پاچا ادريس يې کودتا وکړه او واکمن شو
  • په ١٩٧١ کال کې ډگروال قذافي د مصر له ولسمشر انور سعادات او د سوريې له ولسمشر اسد سره په هڅه کې شو چې د عربي جمهوريت ټولنه جوړه کړي خو دغه هڅه يې بريالۍ نه شوه
  • ډگروال قذافي د رپوټونو له مخې د مصر له ولسمشر حسني مبارک سره ډير نژدې و، کله چې پر حسني مبارک پاڅونونه وشول او له واکه ليرې شو ويل کيږي چې قذافي پرې ډير غصه او خپه و
  • ١٩٨٦ کال دى دا د قذافي دويمه ميرمن او درې اولادونه دي
  • د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې قذافي ته د افريقا د چيگوارا په سترگه کتل کيدل

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .