په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د هند غزل بول جګ جیت سنګ ومړ

د دې اوونۍ پیلوځي کې:

د هند د غزل شهنشاه ومړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جګ جیت سنګ پر سندرو ویلو سربیره موزیک ډ ایرکټري او کمپوزینګ هم کاوه

د هندوستان نامتو غزل ويوونکی جگجيت سنگ د دوشنبې په ورځ، د ۷۰ کالو په عمر له دې نړۍ څخه سترگي پټي کړې.

نوموړي ته چې د هندي غزلو افسانوي شهنشاه هم ویل کېږي د ۱۹۴۱ کال د فبرورۍ میاشتې په اتمه نیته په هند کې زېږېدلی و.

هغه پر سندرو ویلو سربېره موزیک ډ ایرکټري او کمپوزینګ هم کاوه. جګ جیت سینګ د خپل هنري ژوند پر مهال په پنجابي، هندي، اردو، بنګالي، ګجراتي، سیندي او نیپالي ژبو سندري ویلي دي.

هغه اتیا سندریز البومونه ثبت کړي چې په نړیواله کچه په ملیونونو خرڅ شوي دي.

د نوموړي د جادویې غزل د مینه والو پولې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې وي حتی انګریزانو او جرمنیانو هم د نوموړي غزلونه اورېدل او خوند یې ترې اخیست.

نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې افغانستان ته تللی و او د غزل یوه په زړه پوري شپه یې تېره کړې وه.

د ښاغلي سینګ د هنر اوشخصیت په اړه د پښتو غزل بول سندرغاړی خیال محمد غږيږي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون او د ژبو انډول

Image caption د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایی په ملي راډیوتلویزیون کې به اصلاحات راولي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایی هوډ لري چې په ملي راډیوتلویزیون کې به اصلاحات راولي او وړ کسان به په کار ګوماري که هغوی دهر قوم وي.

د ملی راډیو تلویزیون مشرتابه هم هلته شته ستونزې منی.

دا تر هغو رپوټونو وروسته راځی چې وايي ملي راډيو تلويزيون د خپلو کار کوونکو ملي او توکمیز انډول په پام کې نه دی نیولی او دې مسلې د پروګرامونو په جوړولو ناوړه اغېز کړی دی.

داسې شکایتونه دی چې د هنر او ادبياتو په رياست کې چې تر ټولو ډير پروگرامونه توليدوي له سلو کسانو ډېر کار کوي چې يو ايديتر يا پروډيو سر يې پښتون نه دى.

په دغه رياست کې د ازبکو او ترکمنو استازيتوب هم په نشت حساب دى.

د ژورناليستانو او شنونکو په وينا دغه حالت د خپرونو پر کيفيت او د ژبو د انډول پر چارو خورا بد اغېز شيندي.

د موضوع د نورسپیناوي لپاره د افغانستان د اطلاعات اوفرهنګ وزیر مخدوم رهین سره مرکه واورﺉ.

په افغانستان کې د بشري حقونو فلمي فسټیوال

Image caption په دې فستیوال کې د لسګونو افغان او بهرنیو فلم جوړوونکو فلمونه په کابل او مزار شریف کې وښوول شول

په افغانستان کې د بشري حقونو د فلمونو لومړنۍ فستیوال پای ته ورسېد. په دې فستیوال کې د لسګونو افغان او بهرنیو فلم جوړوونکو فلمونه په کابل او مزار شریف کې وښوول شول.

له دې سره سره چې د فستیوال جوړوونکي له ځینو ستونزو سره مخامخ وو او په شمال کې د ځینو فلمونو سره د مخالفتونو له مخې فستیوال هم وځنډید.

خو بیا هم دا پېښه د افغانستان د سینما په غوړېدا کې مهمه بلله کېږي.

په دې فستیوال کې شاوخوا ۹۰ مستند اوهنری فلمونه چې په افغانستان کې جوړشوي وښودل شول، دغو فلمونو د بشری حقونو مسلوته پام کړی دی.

ټول تال ۲۰۰ بهرني او کورني فلمونه فستیوال ته رسیدلي چې ۵۰ یې دکتلولپاره غوره شوي دي.

د سینما کارپوهان وایی چې په افغانستان کې لاهم دفلم جوړولوپه برخ کې بیلابیلې ستونزې شته.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او کلتور د عالي شورا ریس اوفلم جوړوونکي واحد نظري پدې اړه غږيږي.

افغان ډیکشنري لیکونکی په لوړنښان وویاړل شو

په جرمني کې یوه افغان ډیکشنري لیکونکي ډاکټر اکرم ملکزی ته د هغه هیواد یو لوړنښان ورکړل شوي دی.

ښاغلي ملکزي ته دا نښان ځکه ورکړل شوی چې دا ډکشنری یی وړیا لیکلې او نوموړي د افغان جرمن د اړیکو د پله ونډه لرلې ده.

هغې غونډې ته چې پدې ویاړ جوړه شوې وه سلګونه تنه ورغلي و او د جرمن د ولسمشر استازي دا نښان ښاغلي ملکزي ته ډالۍ کړ.

ښاغلی ملکزی وایی د ډکشنرۍ په لیکلو یې زیات وخت تیر کړی او بیلابیل ویوکي، متلونه اوحتی ځینی شعرونه یې هم ژباړلي دي.

د هرات د عامه کتابتون نوي کلن شو

د انځور حقوق bbcpahsto.com
Image caption دهرات کتابتون د افغانستان د مهمو او شتمنو عامه کتابتونونو په کتار کې شمېرل کېږي

د هرات عامه کتابتون پوره نوي کاله وړاندې پرانیستل شو. دې کتابتون په خپل عمر کې ډیرې هسکې ټیټې لیدلې خو اوس د افغانستان د مهمو او شتمنو عامه کتابتونونو په کتار کې شمېرل کېږي.

هره ورځ په سلګونو کسان د مطالعې او څیړنې په موخه دغه کتابتون ته ورځي.

په دې پروګرام کې د کتابتون په اړه د محمد قاضی زاده رپوټ اورېدلی شیء

چینایی انځور ګر او هنري شخصیت یې

د چین ناراضه انځورګر ای وي وي په هنر کې تر ټولو ځواکمن شخصیت بلل شوی دی. د هنر ارزونې په نوم اغیز منې مجلې لیکلي چې د نوموړي فعالیت د دې څرګندونه کوي چې هغه څومره د نړۍ په هنرکې پراخه سیاسي ونډه لرلې ده.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي ای وي وي وویل دی د ځواکمنۍ پرځای ځان نازک احساسوي خو دا د هر هنرمند مسولیت دی چې د وینا ازادي وساتي. هغه د چین د سیاسي سیستم ښکاره منتقد دی نو ځکه سږکال څه د پاسه دوه میاشتې بندی و.