په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د سولې اړتيا پيدا شوې؟

په اروپا کې د افغانستان په اړه د دوو مهو نړيوالو غونډو په درشل کې چې يوه يې په ترکيه کې او دويمه يې په جرمني کې جوړېدونکې ده ، بي بي سي ځانگړي بحثونه چمتو کړي.

لومړنى بحث د سولې اړتيا

په دې بحث کې چې داود جنبش يې کوربه دى ،ميلمانۀ ورسره د سولې د حکومتي ادارې غړى ارسلا رحماني چې پخوا د طالبان د واکمنۍ لوړ پوړى غړى هم و. په کابل کې د ملگرو ملتونو د ځانگړې استازۍ ، يوناما ، غړى طلعت بيگ مساديکوف او د سياسي چارو شننونکى فضل الرحمن اوريا دي.

په دې بحث کې دا مسايل څيړل شوي:

  • د طالبانو بيا ظهور وښوده چې هغوى بې له شکه په افغانستان کې يو ځواک دى او له هغوى نه انکار به ډېره لوړه بيه ولري
  • ډېرى افغانان له ښکېلو غليمو خواوو څخه په خبرو د جگړې د پاى ته رسولو هيله لري
    Image caption بې له سولې بله لار نشته دواړه خواې ژر پر بلې برلاسي کيدى نه شي
  • د نړيوالو يو موټي پاتېدل د کړکېچ په حل کې مرسته کولى شي، لکه هغسې چې گډ نړيوال هدف د کمبوديا، موزمبيق، السلواودر او بوسنيا- هرڅو گووينيا د کورنيو دښمنيو په غوڅولو کې وکړه
  • په ٢٠١١ کال متحد او مخالف دواړه دې ستراتېژيکې پايلې ته بايد ورسېږي چې دا جگړه يوازې د تېرېدنو له لارې په سوله غوڅېدلى شي
  • د بري له اعلان سره سره، طالبان په دې پوهېږي چې که زور کاروي ، د مخنيوي لپاره يې هابله خوا هم زور ډېروي
  • دواړه خواوې دا وس نه لري چې په نژدې راتلونکې کې ها بله غاړه په پوځي زور له پښو وغورځوي
  • دا ټپه درېدنه د کړکېچ د سياسي هواروي لپاره لاره پرانستلى شي
  • آن له طالبانو سره د پخلاينې کلک مخالفين هم بايد پوه شي چې د جگړې اوږدېدل د دوى خپل خونديتوب له منځه وړي
  • په لوېديځ کې هم ولس له افغان جگړې نه ستړى او حکومتونو ته هم گرانه پرېوځي
  • د طالبانو سخت سريو، د افغانستان په ځينو سيمو کې له دوى سره د مقاومت احساس پياوړى کړى دى
  • د ځانگړو طالبانو را اوښتل او په حکومت کې څوکۍ ورکول، سوله نشي راوستلى
  • سوله د يوه پراخ سياسي چوکاټ جوړول غواړي
  • د سولې وړانديز، د کمزورۍ نښه بلل کېدلى شي او خواوې به نه غواړي چې کمزوري وبلل شي
  • د سولې د پيل لپاره ښه وخت همدا دى او د پوځي تلې تر درنېدو پورې انتظار بېځايه هيله ده
  • د حکومت لپاره هم ښه وخت هغه دى چې لا د ځواکونو شمېر يې بشپړ پوره شوى نه وي
  • مخالفينو ته تر ٢٠١٤ کاله وروسته د واک ونډه تر هغه څه چې اوس يې تر لاسه کولى شي، خدا زده که ډېره شي
  • امريکاييانو ته هم سوله دا ا مکان ورکولى شي چې وروستۍ سياسي پايله په لا ډاډ سره غوره کړي
  • د ټولو خواوو لپاره، چې څومره خبرې نورې ځنډېږي، هومره د سولې د ټينگولو بيه درنېږي
  • چې څومره د سولې خبرې ژر پيليږي، هومره د رېښتونې سولې د ټېنگېدو امکان ډېرېږي.