په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوله: اقتصادي وده

د بي بي سي د ځانگړو بحثنو د لړۍ په څلورم پروگرام کې پر دې تم شوي يوو چې د سولې په شرايطو کې افغانستان له کومو سر چينو نه خپلې مالي اړتياوې پوره کولى شي.

د دغو بحثونو کوربه داود جنبش دى ميلمانۀ ورسره د ولسي جرگې د اقتصادي جرگه گۍ مشر امير جان يار، د ماليې د وزارت وياند عزيز شمس او اقتصادي څيړونکى اذربخش حافظي دي.

څلورم بحث: اقتصادي وده:

  • د پرمختگ عناصر او تضمين:
  • د افغانستان خپل اقتصاد لا هم ډېر کوچنى پاتې دى او د سولې د مهال خپل لگښتونه يې نشي پوره کولى- او د ثبات لپاره اقتصادي او ټولنيزه وده حياتي ده،
  • د سيمې د هيوادو په گډون، بېلابېل مرستندويان په کار دي چې د مرستو کلکې ژمنې ورکړي،
  • د اوږدمهالي باوري تمويل لپاره د نړيوال بانک او آسيايي پرمختيايي بانک ونډه حياتي ده،
  • د لنډ مهال گټه د افغانستان په کانو کې ده،
  • منځنيو، حرفه يي او پوهنتوني زده کړو ته نړيوال پام چې وړ سوداگريز، اداري، روغتيايي او ښوونيز کدرونه وروزي،
  • د سيمه ييز سرحدي څار او ټرانزيت سوداگرۍ تړون،