په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوله: د حل نړيوال عناصر او ژمنې

په تېرو بحثونو کې مو د پخلاينې سم مهال، په دولتي جوړښت کې احتمالي بدلونونه، د ښځو او بشر حقونه او له اقتصادي پلوه پر ځان د بسياينې امکانات وڅېړل.

د دې لړۍ په پنځم بحث کې خبره دا ده چې که اوسني بهرنيان وځي، نورو سوله ساتو ځواکونو ته اړتيا شته که څنگه؟

پنځم بحث: د حل نړيوال اړخونه:

د دې بحثونو کوربه داود جنبش دى، ميلمانۀ ورسره کابل کې د دفاع د وزارت يو وياند دولت وزيرى، په امريکا د يوۀ پوځي پوهنتون استاد علي احمد جلالي او تاريخپوه شاه محمود حسين دي

د حل نړيوال عناصر او ژمنې:

  • د ځواکونو وتل د روغې جوړې د يوه مهم عنصر په توگه،
  • د سوله ساتو ځواکونو اړتيا،
  • د ملگرو ملتو راتلونکې ونډه په سوله ساتنه کې،
  • په دغو ځواکونو کې بايد د کړکېچ اوسنۍ خواوې او گاونډي هيوادونه ونډه ونه لري،
  • د اسلامي هيوادو سوله ساتونکې ونډه،
  • په سيمه کې د افغانستان راتلونکى دريځ:
  • د ځينو لويو گاونډيانو د کرارولو لپاره د افغانستان د ناپيېلتوب تضمين، (ناپېيلتوب د گاونډيانو په تړاو، ناپيېلتوب په نړيوال ډگر کې؟)