په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوله: د سولې پړاونه

په افغانستان کې د پخلاينې پر امکاناتو او لارو- چارو چمتو شوى بحث د ځانگړو بحثونو شپږم دى.

د دې بحث کوربه داود جنبش دى ورسره د سولې مشر حکومتي مرکچي مولوي عطا الله لودين ، د طالبانو د حکومت ديپلومات ملا عبدالسلام ضعيف او د افغانستان د دفاع پخوانى مرستيال وزير جنرال عتيق الله بريالى چې د طالب ضد ټلوالې غړى و، ميلمانۀ دي.

شپږم بحث: د سولې پړاوونه:

  • ازمېښتي پړاو:
  • لومړني پړاوونه ښيي چې سولې ته تلوسه شته، خو ژور شکونه هم شته،
  • د سياسي بهير پيل، زماني چوکاټ، دقيق تماس او سيمه ييز ډېپلماتيک تماسونه لږ تر لږه عملي بديلونه جوتولى شي،
  • نړيوال منځگړي: فرد، ټولنه، هيواد يا د هيوادو ډله
  • منځگړيتوب: د ملگرو ملتو له خوا د منځگړي غوره کېدل
  • د خبرو د چوکاټ تنظيم د نړيوال کنفرانس له لارې،
  • د خبرو اصلي خواوې به افغانان وي. که د دوى په خبرو کې پرمختگ وليدل شي، گاونډيان او نړيوال به په موازي ډول د نوې افغان واکمنۍ لپاره د سيمه ييز امنيت، اقتصادي پيوستون او سوله ساتنې پر موضوعاتو بوختېږي،
  • مخ شرطونه دې نه وي، مخشرطونه دې د بحث موضوع شي،
  • حکومتي لورى دې يوه واحده ډله ولري چې په يوه غږ خبرې وکړي: د سولې د عالي شورا ونډه،
  • يوناما په ولايتي او ولسوالۍ کچه د خبرو پر موضوع او نتيجو هيوادني بحث اداره کولى شي،
  • د طالبانو د يوه گډ غږ رامنځته کېدل او د هغوى د باور گټل. د دوه اړخيز باورد رامنځته کولو لارې:

- سيمه ييز اوربندونه،

- د ناټو له خوا د طالب سيمه ييزو مشرانو د نه وژلو ژمنه،

- د طالبانو له خوا په بدل کې د شلخي بمونو بندېدل،

- د بنديانو خوشې کول، له تور لست نه ايستل (نه د يوه امتياز په نامه بلکه د يوه عملي اقدام په توگه)

  • د افغان حکومتولۍ سمون د خبرو د دوام پر مهال د حکومت په مهمو دندو کې راځي: (د حکومت ښه والى، د فساد کمول او د قانون د واکمنۍ پياوړتيا)

نړيوال ځواکونه هم د خبرو تر پيل وړاندې په ځان کې سمون راوستلى شي، مثلا" دا چې د خصوصي امنيتي شرکتونو د کارولو اصلاح.