په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوله:د نورو هيوادونو اغيز او خنډ

د استانبول او بن کنفرانسونو په درشل کې د افغان ملي پخلاينې پر بېلابېلو اړخونو د بي بي سي د چمتو شويو بحثونو دغه وروستى دا ارزوي چې د افغانستان د سولې لپاره کوم هيوادونه څومره مهم دي يا يې څومره خنډ گرځېدلى شي.

د دې بحثونو کوربه داود جنبش دى د دې اووم بحث ميلمانۀ يې د افغانستان د کورنيو چارو مخکينى وزير علي احمد جلالي ، د ولسي جرگې د دفاعي کميسيون مشره شکيره بارکزۍ او په کابل کې د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند دي.

اووم بحث: سيمه ييز اړخونه:

  • د پاکستان له گډون پرته په افغانستان کې د سوله ييز حل هڅه نه شي بريالۍ کېداى- خو اسلام آبدا بايد د طالبانو په استازۍ ونه غږېږي،
  • د افغان – پاکستان اړيکو د ترينگلتيا عوامل: ډيورنډ، په پاکستان کې د اورپکوخوندي ځالې او د پاکستان دا تور چې ځينې افغان جگپوړي واکمن ورسره دښمني کوي،
  • پاکستاني چارواکي په افغانستان کې خپلې امنيتي گټې د هند گټو سره په تقابل کې ويني،
  • ښايي پاکستان وغواړي د سوله ييز حل د يوې برخې په توگه پر طالبانو خپل اغېز د خپلو امنيتي گټو د پياوړتيا لپاره وکاروي،
  • د طالبانو په راگډولو د هند اندېښنې (هند کولى شي خپلې گټې په افغانستان کې د اقتصادي تړاوونو، مشروعو امنيتي ارگانو او د سياسي هواري د ملاتړ له لارې تضمين کړي)،
  • له دې لارې د هند گټه تر هغه څه چې تر آيساف وروسته بيا د طالب ضد ځواکونو تر شا ودرېږي، ډېره ده
  • د ايران او طالبانو موضوع پېچلې ده. له امريکا سره يې غليمي د هغوى د پلوۍ غوښتنه کوي. خو په ډېرو برخو کې يې د افغانستان د راتلونکې په اړه گټې له امريکا سره گډېږي او کولى شي د همکارۍ گډه مځکه ومومي: نشه يي توکي، سيمه ييزه ترهگري.
  • چين: له پاکستان سره يې زاړه خواږه اړيکي کېداى شي د نړيوالو په ښه راشي چې له هغه لوري پاکستان سياسي هواري ته رامات کړي،
  • روسيه او د منځنۍ آسيا هيوادونه: دوى به تر ټولو لومړى له پولې نه د جهاديانو او نشه يي توکو د قاچاقچيانو د نه اوښتنې تضمين غواړي.
  • امريکا او د ناټو ملگري هيوادونه يې په خبرو کې مهم رول درلودى شي او بايد فعاله ونډه پکې واخلي،
  • دا ونډه بايد د منځگړي د ټاکنې لپاره د څو اړخيزو مشورو له پړاوه نيولې بيا خبرو ته د ناخوښو افغان مشرانو د اړ ايستلو تر کچې دوام وکړي.
  • د منځگړو ملاتړ، د ټپ درېدلي حالت له منځه وړل د امريکا پر وس دي،

امريکا بايد د خبرو په بهير کې له ټولو نړيوالو خواوو سره تماس وساتي.