په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" د پاکستان زندانونه توندلاري پالي"

د کړکيچ نړيوال گروپ وايي په پاکستاني زندانونو کې توندلاري پالل کيږي.

د دوى په وينا بايد د پاکستاني زندانونو په سيستم کې ژور بدلون راشي. پاکستان کې اوس شاوخوا اتيا زره کسان بنديان دي.

خو د کړکيچ نړيوال گروپ وايي پاکستاني زندانونه يوازي د پنځوس زرو د ساتلو وړتيا لري.

د بي بي سي د پښتو څانگې محمد زاهد له پخوانيو زندانيانو سره خبرې کړي او د پاکستاني زندانونو انځور يې په دې رپوټ کې کښلى دى.