په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ايران پر اتومي پروگرام ژوره اندېښنه ښوول شوې

د اتومي انرژۍ نړيواله ټولنه وايي دوى د ايران پر اتومي پروگرام ډير اندېښمن دي.

خو د ملگرو ملتونو تر چتر لاندې دغې ټولنې د امنيت شورا ته ايران رسمآ نه دى مخامخ کړى.

د بي بي سي د ديپلوماتيکو چارو خبريال وايي د اتومي انرژۍ د نړيوالې ټولنې دا څرگندونې د جوړ جاړي په مانا دي هغه داسې چې روسيه او چين هم پکې د ايران پر اتومي پروگرام اندېښمن شوي دي.

يوازې داسې پريکړه ليک چې ايران ته پکې سزا نه وي تر هغه څه خورا کم دي چې امريکا او د هغې ملگرو غوښته.

په ايراني چارو کې افغان کارپوه ډاکټر عيسى ستانکزي لومړى پر ايرانى دريځ غږيږي.