د نړۍ تر ټولو ټيټه ښځه په هند کې ده

په هند کې یوه زده کوونکې د نړۍ د ریکارډونو په کتاب ګینیس کې تر ټولو د ټيټې ونې ښځه ثبت شوې ده.

جیوتي امیګ یوازې ۶۲ اعشاریه ۸ سانتي متره (۲۴.۷ انچه) ونه لري.

تر دې وړاندې یوه بله امریکايي ښځه بریګيټي جورډن د نړۍ تر ټولو د ټيټې ونې لرونکې ښځه وه.

د تېرې جمعې په ورځ په نګپور ښار کې آغلې امیګ ته د هغې د زوکړې ۱۸ کلیزه جایزه ورکړل شوه.

امیګ د اکندروپلازي (د ودې نه کولو) ستونزه لري، او ډاکټران وايي چې تر دې یې ونه نوره نه شي غټېدی.

په ۲۰۰۹ کال، هغې د ۶۱.۹۵ سانتري متره ونې په لرلو سره د نړۍ تر ټولو د ټیټې ونې نجلۍ ثبت شو وه.

وړاندې په (۱۸۷۶-۱۸۹۵) کلونو کې هالنډۍ پاولاین مسټرز، د ۸۱ سانتي متره ونې په درلودو سره د نړۍ تر ټولو د ټيټې ونې ښځه ثبث شوې وه.

'خوښي'

آغلې امیګ په نګپور کې له خپل مور او پلار او هغې ته له ورکړل شوی سرټیفیکټ سره راڅرګنده شوه.

هغې په دې مراسمو کې وویل: "زه ډېره خوښه یم چې زما ۱۸مه کلیزه د نړۍ له یوه نوي ریکارډ سره لمانحل کېږي، "دا داسې ده لکه زه چې نوې زیږېدلې یم. "

"زه د خپلې ونې په اندازه ډېره خوشاله یم، که چېرې زما ونه جګه وای، نو هېڅکله به جاپان او اروپا ته نه وای تللې. "

هغې چې یو دودیز ساري یې اغوستی و، د ګینیس د یوه چارواکي راب مالای ترڅنګ پر یوه څوکۍ د خپلې زوکړې د کیک غوڅولو لپاره ولاړه وه.

د ګینیس د نړیوالو ریکارډونو دغه چارواکي وویل: "زموږ له لارښود سره سم، جیوتي د یوه ډاکټر په مټ په ۲۴ ساعتونو کې درې ځلې وکچل شوه. "

آغلې امیګ له څلور کلنۍ راهیسې ښوونځي ته ځي او تازه یې د ښوونځي ازموینې پای ته رسولې دي.

هغه پوهنتون کې د شاملېدو په انتظار ده.

د ګینیس د نړیوالو ریکارډونو استازی وايي، جیوتي امیګ د باليووډ د فلمي ستوري په توګه د ځلېدو تمه هم لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .