"پښې لوڅې سندرغاړې" سیزاریا ایوورا ومړه

سیزاریا ایوورا د انځور حقوق AFP
Image caption ایوورا ‍۱۰ سندریز البومونه لري، چې څلورم هغه یې د "Miss Perfumado"په نامه و، چې په ۱۹۹۲ کال یې تر ۳۰۰ زرو ډېرې نسخې وپلورل شوې.

د "پښې لوخې سندرغاړې" په نامه مشهوره سندرغاړې سیزاریا ایوورا د ۷۰ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه ځکه په "پښې لوخې سندرغاړې" مشهوره وه، چې د سندرو ویلو سټيژ ته به له بوټو پرته پښې لوڅې هسکېده او سندرې به یې ویلې.

ایوورا درې میاشتې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له سندرو ویلو لاس واخیست.

هغې د افریقا په لوېديځ کې د سمندر پر ځنډه په یوه شرابخانه کې هنري ژوند پیل کړ او ان د عمر په پنځوس کلنۍ کې یې شهرت وموند.

هغې لا تر ۱۹۸۸ کال پورې خپلې سندرې نه وې ثبت کړې، او په ۲۰۰۴ کال یې د "Voz D' Amor". په نامه د غزلیز البوم په برکت جایزه وګټله.

ایوورا ‍۱۰ سندریز البومونه لري، چې څلورم هغه یې د "Miss Perfumado"په نامه و، چې په ۱۹۹۲ کال یې تر ۳۰۰ زرو ډېرې نسخې وپلورل شوې.

دغې افریقايي سندرغاړې په نشه يي توکو او شرابو څښلو کې ډېر افراط کاوه، چې ان مړینه یې هم له دې امله شوه.

نوموړې په ۲۰۰۸ کال استرالیا کې د سندرو ویلو پرمهال بې هوښه شوه، او بیا وروسته یې په ۲۰۱۰ کال د زړه عملیات وکړ.

او په تېر سپتمبر کې ایوورا د غزل نړۍ ته د خدای پامانۍ پرمهال وویل: "اوس زه واک او وړتیا نه لرم، غواړم چې د هنر مینه والو ته ووایاست: ما وبښئ؛ ځکه چې اوس زه ارام ته اړتیا لرم. "

ورته مطالب