پر ټویټر وېبپاڼه د طالبانو او امریکايي پوځيانو جګړه

Image caption واشنګټن پوست لیکي، د ټویټر په شان پر ټولنیزو وېبپاڼو د سخت دريځو د فعالیت له ډېرېدا سره، جګپوړو امریکايي چارواکو هم دغې وېبباڼې ته مخه کړې ده.

د وسله والو طالبانو او امریکايي پوځ ترمنځ د جګړې لمن ان ټولنیزې وېبپاڼې ټویټر ته هم وغځېده.

دغه جګړه پر ټویټر وېبپاڼه په کابل کې د طالبانو له خوا د تېر سپتمبر پر ۱۴مه د امریکا پر سفارت تر برید وروسته توده شوه.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، ددواړو غاړو له خوا اوسنۍ ناندرۍ او جګړه داسې ښکاري چې په روان کال کې د پخلاینې د خبرو له خپرېدو وروسته، د دوی ترمنځ د اړیکو د پله په څېر کار ورکوي.

امریکايي پوځيان وايي چې په کابل کې ستر دیپلوماتیک مرکز د طالبانو برید پر ټویټر وېبپاڼې د طالبانو د فعالیت حدود وغځول.

دوی وايي چې ټویټر او نورې ټولنیزې وېبپاڼې د طالبانو د فعالیت لپاره تر ټولو ښه خپرندویه وسیله ده.

د ټویټر او فیسبوک په څېر پر ټولنیزو وېبپاڼو کتونکي او ګډونوال خپله نظریه هم له نورو سره شریکولی شي.

امریکایان وايي چې ګڼې "ترهګرې" ډلې پرمختللې انټرنېټي پاڼې او د خپلو فعالیتونو او تبلیغاتو لپاره پرمختللي وسایل لري.

خو یو شمېر لوېديځې څارګرې ادارې بیا پر دغو وېبپاڼو د خپرېدونکو توکو په اړه شکمن دي، او ډېر کله یې د ماتولو او له منځه وړلو هڅې کوي.

واشنګټن پوست لیکي، د ټویټر په شان پر ټولنیزو وېبپاڼو د سخت دريځو د فعالیت له ډېرېدا سره، جګپوړو امریکايي چارواکو هم دغې وېبباڼې ته مخه کړې ده.

Image caption امریکايي پوځيان وايي چې په کابل کې ستر دیپلوماتیک مرکز د طالبانو برید پر ټویټر وېبپاڼې د طالبانو د فعالیت حدود وغځول.

د ورځپاڼې په حواله، که څه هم پر ټویټر وېبپاڼه طالبان یوازېنۍ سخت دریځه ډله نه ده، خو دوی هغه یوازېنۍ جنګېدونکې ډله ده چې خپل پیغام او له دښمنۍ ډک پیغامونه امریکايي پوځيانو ته رسوي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ويلي چې طالبان ښه استخباراتي معلومات لري.

ورځپاڼه کاږي، چې امریکايي چارواکي د طالبانو خپرېدونکي پیغامونه په دقت سره څاري او پر هغو نااغېزمنو پیغامونو سترګې پټوي چې د خلکو د راپارولو په موخه خپرېږي.

ورته مطالب