په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل: د شپې عمليات د ستراتيژيک تړون لاسليک ځنډوي

Image caption د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي ته وويل چې د شپې مهال عملياتو څخه افغان ولس خوښ نه دى

ولسمشر حامد کرزي د ناټو ځواکونو له خوا په افغانستان کې د شپې مهالې د ترسره کيدونکو بريدونو سملاسي بنديدا يو وار بيا وغوښته.

دا غوښتنه تر هغه وروسته وشوه چې د تيرې شنبې په ورځ د پکتيا په ولايت کې د يوې شپې مهالې چاپې پر وخت يوه ميرمن ووژل شوه.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي پښتو څانگې ته وويل په لويه جرگه کې ولس په ښکاره وويل چې دغه ډول شپې مهالې بريدونه نه غواړي.

ښاغلي فيضي زياته کړه چې له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيک تړون د همدې ډول بريدونو په سر د دواړو غاړو د توپيرونو له امله لا تر اوسه لاسليک شوى نه دى.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د دوشنبه په ورځ ( د دسمبر ١٩) ویلي و چې د شپې عملیاتو ته به دوام ورکړي؛ ځکه چې په وینا یې د اورپکو د مشرانو د ځپلو لپاره تر ټولو غوره جګړه ییز تاکتیک دی.

د ایساف ویاند کرسټن جاکوبسن وویل: ''د شپې عملیات د اروپکو د مشرانو د ځپلو لپاره تر ټولو غوره طریقه ده. په ۸۵ شپنیو عملیاتو کې ان کله – ناکله یو ډز هم نه کېږي، او تر ٪۱ سلن د لږو ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي. ''

ناټو وايي د ۲۰۱۱ کال د افغان تاوتریخوالي ۸۰٪ ملکي تلفات، د اورپکو د بریدونو او د سړک غاړې ماینونو د چاودنو له کبله اوښتي دي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو موضوع، افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو ته په یو سرخوخوږي بدله شوې ده او د جګړې دواړه ښکېلې غاړې طالبان او ناټو د ملکي تلفاتو پړه پر یو بل اچوي.