په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ارسلا رحماني: طالبان ښايي په څو ولايتونو کې ازاد وگرځي

Image caption مولوي ارسلا رحماني وايي دا امکان شته چې طالبان په څو سرحدي ولايتونو کې ازاد وگرځي خو دا به په دې مانا نه وي چې هلته دې يې حکومت وي

طالبانو ومنله چې په بهر کې يې د يوه سياسي دفتر پر جوړولو لومړنۍ هوکړه کړې چې کېداى شي په قطر يا بل ځاى کې وي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا پرېکړه له نړيوالې ټولنې سره د تفاهم لپاره شوې ده.

تر دې وړاندې طالبانو د بهرنيو پوځيانو تر وتلو دمخه د هر ډول تماس امکان رد کړى و.

اټکل دى چې د افغان کړکېچ د حل په بهيرکې به قطر مهمه ونډه مومي. دغه عربي هيواد ته د منځگړي ونډه لومړى جرمني او امريکا وړانديز کړه او وروسته افغان حکومت ومنله.

د دې خبرونو تر خپرېدو وروسته، هغو کسانو چې طالبان له نژدې پېژني وويل: داسې برېښي چې دغه غورځنگ د افغانستان د پېښو په اړه نوې تگلاره پيل کړې وي

د طالبانو د مشرتابه يوه مخکني غړي او په کابل کې د سولې د حکومتي شورا فعال- مولوي ارسلا رحماني له بي بي سي سره په مرکه کې وايي چې لومړني تماسونه يعنې څه؟