په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

رحمن ملک: پرويز مشرف به په راستنيدا ونيول شي

Image caption مشرف د واک له گدۍ تر ليرې کيدا وروسته له هيواده وتلى دى

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک وايي که جنرال پرويز مشرف هيواد ته ستون شو نو سملاسي به ونيول شي.

پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف د يکشنبه په ورځ په کراچۍ کې خپلو ملاتړو ته د تيلې فون په کرښه وينا کې وويل چې دى به د جنوري په پاى کې پاکستان ته ستنيږي.

د پاکستان حکومت غواړي د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د قتل په قضيه کې او د بلوچستان د نا اراميو په سلسله کې له پرويز مشرفه پوښتنې گروېږنې وکړي.