ستاسو غږ: ولې لا تر اوسه افغانان خپل هيواد پريږدي؟

زموږ ډيرکليوال دي چې خپلې ځمکې يې د خپلو اولادونو لپاره خرڅې کړي په قاچاقي لارو يې خارج ته وليږل اوس په يونان او ايټاليا کې ايساردي ،ځينې خويې لاښه وو تردوه درې کالو تکليف ګاللو يې بيرته کورونوته راستانه شو چې په راستنيدو ډيرخوشاله دي ،او ځينې لا اوس هم په يادو هيوادوکې ستونزې ګالي پلرونه يې ورته وايي چې ځمکي مو راباندي خرڅي کړي اوس يو څه وګټئ خو هغوى بي چاره ګان په دوه کي حيران دي نه راستنيدى شي او نه ورته هلته د کارپراخه زميني برابري دي په دوه کې حيران دي.

محمد شعب غروال له کونړه په برېښناليک کې

اندونيزيا په لسگونو هغه افغانان په تيرو څو ورځو کې ونيول چې د سياسي پناه لپاره يې استراليا ته په ناقانون ډول سفر کاوۀ.

په دغه ډول سفرونو کې افغانان ډير خطر گالي.

گڼ شمير افغانان مړۀ شوي، بيړۍ يې ډوبې شوي او که مزلۀ ته رسيدلي هم دي راتلونکى يې روښانه نه دى.

دغو ټولو خبرو ته په پام سره ولې لا تر اوسه افغانان خپل هيواد پريږدي او په بهرنيو هيوادونو کې پناه غواړي؟

نا امني، په راتلونکي بې باوري، اقتصادي ستونزې که نورې داسې خبرې دي چې افغانان د خپل هيواد پرېښودو ته اړ باسي؟

او هغه چې وتلي په رښتيا يې ستونزې او کړاونه ختم شوي؟

ستاسو غږ دا پنجشنبه پر همدې موضوع غور کوي.

که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د بي بي سي پښتو پر برېښناليک او يا د بي بي سي پښتو پر فيسبوک راته ليکلى شئ.

ستاسو غږ راديويي ، ويديويي او ان لاين خپرونه ده.

که په ويديو خپل نظر راليږئ، لطفآ تر ديرشو ثانيو يې مه اوږدوئ او د بي بي سي پښتو پر ايمېل يا برېښناليک يې راوليږئ.

خپل ويديويي پيغام يا پوښتنه په دې پته راوليږئ:pashto@bbc.co.uk

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسو ځينې برېښناليکونه

عمر عمران له کويته

په يوۀ هيواد کې ټولې پرمختياوې د امنيت په صورت کې رامنځته کيږي، امنيت سرۀ زر دي. که زموږ هيواد کې امنيت تاميتن شي زدۀ به په کويت کې يو ساعت هم تير نه کړم.

اکثره افغانان دلته راځي چې په افغانستان کې ښه ژوند او ښه وظیفه لري خو کله چې دلته راشي دا سرګرداني خپګانونه وګوري نوبیا د خپل تیر ژوند ارمان او پیښماني ښکاره کوي خو بیرته تګ ورته بې غیرتي ښکاري.

عثمان شېرزاد له بلجيمه په برېښناليک کې

لطف الله , اسلام اباد

زما په نظر عمومي مشکلات چئ افغان ځوانان دې ته اړ کوي چې خارج ته لاړ شي په لاندې ډول دي

۱: بې روزګاري ډیره زیاته ده، خلکو ته کارونه نه پیدا کیږي

۲: د تعلیمي سهولتونو نشتوالى، زیات ځوانان اروپایي هیوادونو ته ځي چې هلته هم خپل کار کوي او هم په مختلفو پوهنتونونو کې خپل تعلیم کوي

۳:او ځینې بیا کورني مشکلات هم لري، چې د هغې له وجې خارج ته ځي.

عثمان شیرزاد له بلجیم نه

اکثره افغانان دلته راځي چې په افغانستان کې ښه ژوند او ښه وظیفه لري خو کله چې دلته راشي دا سرګرداني خپګانونه وګوري نوبیا د خپل تیر ژوند ارمان او پیښماني ښکاره کوي خو بیرته تګ ورته بې غیرتي ښکاري.

ډاکټر یمین له کابله

د ټولو ملګرو نظرونه د درناوي وړ دي او حقیفت هم دي، خو ټول وطن پریښودونکي خلک یو لرلید نه لري بیل بیل لاملونه دي چی خلک وطن پریښودو ته اړباسي چې یو څه یی نورو ملګرو لیکلي خو دا یو زه پرې هم ورزیاتوم او هغه د خارج هوس دی.

حيات الله داوري له هلمنده

ډيرى افغانان د نا امنيو له امله اروپايي هيوادونو ته يا د پاسپورټ او يا بې له هغه د اوښتو هڅه کوي. دلته د بې کاري کچه اوس هم لوړه ده او لا هم ستونزې ډيرې دي اوسيدونکو ته لازم کار نه پيدا کيږي . دولت بايد امنيت ښه کړي او د کار زمينه برابره کړي.

شير محمد سباون له لوگره

په افغانستان کې کارونه نشته، سوله نشته، اقتصادي ستونزې ، د تعليم خرابي او په اداره کې فساد خلک بهر تگ ته هڅوي.

دوست محمد عمر کابل

افغانستان یو داسې لور ته روان دی چې اوسیدونکو ته یې ذهني مرض ور اچولی خلک حیران دي څه به ورسره کیږي او څوک دښمن دی او څوک دوست.زما په شمول زه په همدې حالت کې یم غواړم چې له هیواده دباندې لاړ شم که هرڅومره سخت ژوند وي کم ازکم په دې به پوهیږم چې سبا کار ته ځم نو د ځانمرګي او یا د بم ښکار کیږم خو به نه.

صديق سعادات له کونړه

سوله او ثبات دا ستونزه حلولى شي.

اسماعيل خاکسار چين بيجينگ

په افغانستان کې تر اوسه په میلیونو بیسواده خلکو ته داسې کورنۍ ور په غاړه دي چې تر لسو زیات غړي لري ،دوی چې د ډالري معاش د لرلو وړتیا نه لري، له بلې خوا د مارکیټ نرخونه لوړ دي، څنګه به وکولی شي د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي .

حليم وردگ له جاپانه په برېښناليک کې

څوک غواړي چې بل وطن ته لاړ شي؟ بايد په افغانستان کې پانگونه وشي او فابريکې جوړې شي

جان محمد له برمينگهم انگلستانه

شپږ کاله کيږي چې له خپل هيواده دباندې اوسيږم خو هر کله چې ځان بيرته ستنولو ته چمتو کوم نو دوستانو راته وايي چې که هوسا ژوند غواړې افغانستان ته مه ځه. خو که په خپل هيواد کې د کار زمينه برابره وي فکر نه کوم چې کوم افغان دې دباندې لاړ شي.

حلیم وردګ, ناګویا - جاپان

په افغانستان کې تر اوسه په میلیونو بیسواده خلکو ته داسې کورنۍ ور په غاړه دي چې تر لسو زیات غړي لري ،دوی چې د ډالري معاش د لرلو وړتیا نه لري، له بلې خوا د مارکیټ نرخونه لوړ دي، څنګه به وکولی شي د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي . زما په اند دا کار زیاتره بیسواده ځوانان کوي، او د باسواده خلکو بهر ته تګ دوه دلیلونه لري: ۱- سلیقه ېې او ۲ امنیتي ستونزې

وقار احمد وقار له خوسته

زما له نظره لاندې ټکي د دې سبب شوي چې افغانان خپل هیواد پرېږدي.

۱. په هیواد کې د بیکارۍ او غربت شتون.

۲. په فساد ککړه اداره او د مخالفینو ورځ تر بلې پیاوړي کیدل.

۳. ناوړه امنیتي وضع.

۴. د اوسني نظام پر پایښت د خلکو بې باوري.

۵. په نورو ملکونو د موجوده افغانانو له لورې د هیواد د ننه د افغانانو بې ځایه تشویق او هڅونه.

۶. د قاچاقبرو شخصي منافع او ګټې.

محمد شعيب غروال له کونړه

زموږ ډيرکليوال دي چې خپلې ځمکې يې د خپلو اولادونو لپاره خرڅې کړي په قاچاقي لارو يې خارج ته وليږل اوس په يونان او ايټاليا کې ايساردي ،ځينې خويې لاښه وو تردوه درې کالو تکليف ګاللو يې بيرته کورونوته راستانه شو چې په راستنيدو ډيرخوشاله دي ،او ځينې لا اوس هم په يادو هيوادوکې ستونزې ګالي پلرونه يې ورته وايي چې ځمکي مو راباندي خرڅي کړي اوس يو څه وګټئ خو هغوى بي چاره ګان په دوه کي حيران دي نه راستنيدى شي او نه ورته هلته د کارپراخه زميني برابري دي په دوه کې حيران دي.


اميد زهيرمل له ننګرهاره

په دې خاطر ځينې افغانان لاهم د هيوادپه پريښودو اړ کيږي چې په هيواد کې لا هم اقتصادي مشکلات شته ډيرى وګړي يې کارنه لري او ان ځينې يې چې شتمن دي له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دي ښـه بيلګه يې په ننګرهارکې ځينې صرافان چې په پټه ګرځي او ان د خپل ژوند د ساتلو لپاره باج ورکوي.

ضيا شاه له پکتيا

خپل هیواد ډیر په ما ګران دي. خو د خپلې وظیفې په احساس زه په افغانستان کې ځان خوندي نه بولم. غواړم له خپل هیواده چیرته امریکا یا اروپایي هیواد ته مهاجر شم. د افغانستان په لويو ښارو کې هم ځان خوندي نه احساس وم. حتى که داسې وي هم نو د اوسیدو توان یې نه لرم.

داود احمدزی نوښار، پښتونخواه

۱:دا چې په هیواد کې له تیرو څه د پاسه درې لسیزو راهیسې امن او کراري په سترگو نه ده لیدل شوې او هره ورځ د بیگناه هیوادوالو وینې بهول کیږي نو هیوادوال اړ دي چې پښې سپکې کړي او بل هیواد ته پناه یوسي.

خپل هیواد ډیر په ما ګران دي. خو د خپلې وظیفې په احساس زه په افغانستان کې ځان خوندي نه بولم.

ضيا شاه له پکتيا ، برېښناليک

‏۲:په هیواد کې د طالبانو د اثر په زیاتیدو او حکومت د کمزورې کیدو په لور روان دی نو ځکه زیاتره د تیښتې لار لټوي.

‏۳: په هیواد کې د بې روزگارۍ او اقتصادي ستونزو له امله دوی اړ دي چې سختې پر ځان تیرې کړي او نورو هیوادونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي.

د دې ستونزو د حل لپاره لاندې ټکي په پام کې نیول پکار دي.

*په هیواد کې که په هر قیمت وي سوله راوستل

‏‎*‎اوسني دولتی چارواکو ته د دوی د حفاظت ډاډ ورکول

‏*په هیواد کې فابریکې فعالول او روزگار پیدا کول چې د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي.

ګوهر , خوست

که دا حال وي چې نه د سر او نه د مال خفاظت کیږي نو کیدای شي په لنډ وخت کې ډیری افغانان بیا د افغانستان پریښودلو ته اړشی

د بي بي سي پښتو فيسبوک ځينې تبصرې

خير الاکبر شيرزاد: زما په نظر افغانان خپل هیواد په څو وجو پریږدي اول بعضې وروڼه خپل هیواد د مجبوریت له مخې پریږدي چې په هغې کې بې روزگاري مهم علت دی او دوهم بعضې د خپلو شتمنیو د ساتلو په خاطر چې خیانت وکړي نو بیا خپل هیواد پریږدي

و کاله مخکې چې به چا د افغانستان نه د وتلو خبره وکړه ماته به د تعجب وړ وه خو اوس زه خپله د خپل ګران هېواد نه د وتلو لارې ګورم

احمد شاه څوکيوال

محمد يونس ميوند: افغانان خپل ګران هیواد نه پریږدي بلکې ډیر عوامل دي چې د ګران هیواد پریښودو ته مجبوريږي.

شفيع الله مندوزى: افغانان په خپل کور کې ډيرې ستونزې لري. زۀ هم يو له هغو افغانانو يم چې د هيواد پرېښودو ته اړ شوى يم او اوس په اتريش کې ژوند کوم. په افغانستان کې هره شېبه يو نه يو څه ستاسو ژوند ختمولى شي. يو څوک بې له ښکاره دليله هم وژل کيداى شي. دغه راز گڼ نور دلايل هم شته لکه بې رزگاري او نور.

شاهد خان: د نورو لاسوهونه ده چې په افغانستان کې سوله نه پريږدي.

شفيق شکور: دا بايد په ډاګه وويل شي چې د ې مهاجرتونو اصلي اعميل بيکاري او بې امني ده. داسې ډيرې خبري دي چې زما او يا نور ځوانان د خپل وطن او خپل کورنۍ نه لري په مساپرۍ کې وخت تيرو او په لسو کلو کې يو وار د خپل مور او پلار ليدو ته هم نشو تللي .

سيلاب باکزى: افغانستان نويو ځوانانو ته اړتيا لري بايد دوى په خپل هيواد کې پاتې شي او خپل ټاټوبى اباد کړي.

احمدشاه څوکيوال: څو کاله مخکې چې به چا د افغانستان نه د وتلو خبره وکړه ماته به د تعجب وړ وه خو اوس زه خپله د خپل ګران هېواد نه د وتلو لارې ګورم هغه ځکه چې نا امني هم شته . د هېواد او ولس راتلونکی هم راته روښانه نه ښکاري او د کابل ککړ چاپېرېال هم راله زړه شين کړی.

شفیق الله جلال اباد ننگرهار

زما په نظر په افغانستان کې څو عمده عوامل د دې دي چې افغانان خپل وطن پریږدي.

اول: امنیتي مشکل دی.

دوهم: د کار نشتوالی .

دریم:په راتلونکې باندی بې باوري.

څلورم: په اداره کې فساد.

پنځم دا چې د امریکا چې کوم د وتلو مهال ویش ټاکلی په دې سره هم خصوصآ هغه افغانان چې په افغانستان کې لوړې څوکۍ لري او یا هم اقتصادي وضعيت یې ښه وي.

کریم شاه اڅک, کندهار

یوه طبقه بې وزله دي غریب دي په دې خاطر باندې ځي چې په افغانستان کې کارونه نشته . دوى مجبوره دي چې ولاړ شي خارج ته اود خپلې کورنۍ غړیو ته چې خوراک یې د ده له غاړی دى یوڅه پیدا کړي. دوهمه طبقه :ماړه دي اوپه افغانستان کې ځان خوندي نه بولي .دغه انسانانو خپل ځانونه ترپوزې پورې ماړه کړي دي اوغواړی چې په خارج کی آرام اوهوسا ژوند وکړي .اوغواړي چې په خپلو اولادو باندې ښه عصري تعلیمونه وکړي.

زما په نظر اقتصادي ستونزې او په راتلونکي بې باوري ډيرى افغانان دې ته مجبوروي چې خپل هيواد پريږدي

صديق الله ناصر ، پښتو بي بي سي فيسبوک

افغان يوسفزى: دا خبره ټولې نړۍ ته روښانه ده چې افغانان ولې خپل هيواد پريږدي.

حبيب الله قيومي: افغانان کله په خپل هيواد کې پرېښودل کيږي.

فيصل دولتزى: کارونه نشته .

شهزاد افغان: بې امني ده، څوک تعليم نه شي کولى ، دښمن يې نه پريږدي او بل دا چې يو څوک نه غواړي چې خپل ورور يې څوک ناحقه کړ کړي او دى ورته وگوري.

صديق الله ناصر: زما په نظر اقتصادي ستونزې او په راتلونکي بې باوري ډيرى افغانان دې ته مجبوروي چې خپل هيواد پريږدي.

اقرار خان: د نا امنۍ له لاسه که د چا ژوند امن نه وي مجبور دى چې ملک پريږدي.

شاه رخ مرزا کشککي: د کار زمينه نه ده برابره.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .