ټویټر وايي هېواد په هېواد پیغامونه بندولی شي

ټویټر
Image caption د انټرنېټ ټولنيزو پاڼو په منځني ختيځ کې د تېر کال د ولسواکۍ پلوو اعتراضونو په سمبالولو سره شهرت وگاټه.

د انټرنېټ کوچنۍ بلاگي برخې – ټويټر ويلي داسې ټکنالوژي يې جوړه کړې چې کولى شي پيغامونه هيواد په هيواد بند کړي.

مخالفين اندېښنه لري چې دا کار ښايي انتخابي سانسور ته لاره پرانیزي، داسې چې حکومتونه به خپل وگړي د هغو مطالبو له لوستلو راگرځوي چې په پاتې نړۍ کې آزاد موندل کېدلى شي.

په بي بي سي کې د ټکنالوژۍ د برخې خبريال مارک گريگوري په خپل رپوټ کې وايي:

د ټويټر سل ميليونه فعال کاروونکي د لنډو پيغامونو له لارې چې ټويټونه بلل کېږي، يو له بل سره تماس ساتي. دا کېدى شي هره موضوع وي او په هر ځاى کې يې هر څوک تر لاسه کولى شي.

خو ښايي دا کار نور شونى نه وي. د ټوټير شرکت وايي دا سې وسيله يې جوړه کړې چې له يوه ټاکلي هيواد نه د پيغامونو راوتل دروي. او دا کار ددې لپاره شوى چې د مجازو مطالبو په اړه له جلا جلا قوانينو سره ځان سم کړي.

ټويتر په يوه بلاگ کې ددې خبرې د سپيناوي لپاره ويلي چې په نړۍ کې د پراخېدو پر مهال يې پښه داسې هيوادو ته هم رسېدلې چې د بيان د آزادۍ په اړه جلا نظريې لري. خو په دې اړه، يوازې پخپله په تويټر کې نه، چې په ټول انټرنېټ کې د تبصرو يو باران و.

پر دغه شرکت تور لگېدلى چې انتخابي سانسور ته يې لاره پرانسته.

پر ټویټر بندیز

ټويټر په چين او يو شمېر نورو زورواکو هيوادو کې فعاليت نه لري. اندېښنه داده چې دا غواړي د ځينو پيغامونو د سانسورولو له لارې، ټاکلو هيوادو ته د ورتگ لاره ومومي.

ټويټر وايي چې تر اوسه يې لا د انتخابي مخنيوي وسيله نه ده کارولې او خونديتوب يې هم سنجول شوېدي.

د انټرنېټ ټولنيزو پاڼو په منځني ختيځ کې د تېر کال د ولسواکۍ پلوو اعتراضونو په سمبالولو سره شهرت وگاټه.

ځينې اندېښمن دي چې ټويټر ښايي دا ځل پر ها بله خوا شي او له زورواکو رژيمونو سره د مخالفو فعالينو د پيغامونو په انتخابي مخنيوي کې مرسته وکړي.

ورته مطالب