په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" پاکستان په افغان امن کې کليدي رول لوبولى شي"

Image caption د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل افغان امن د اسلام اباد په گټه دى

پاکستان وايي د افغانستان د سولې خبره څوک هيرولى نه شي.

کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني کهر تر سفر يوه ورځ وړاندې د دې وياند عبدالباسط بي بي سي پښتو خپرونې ته وويل چې د دۀ هيواد په افغان امن کې کليدي رول لوبولى شي.

ښاغلي باسط وويل په افغانستان کې د سولې بهير بايد ټولې غاړې ومني.

دۀ وويل دا په افغانستان پورې ده چې څه غواړي.

د اغلې کهر وياند وويل " افغانستان دې مخته شي موږ به يې ملاتړ وکړو."

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د بي بي سي پښتو څانگې د همکار طاهر خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل د دۀ هيواد تل هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

د دغه پاکستاني چارواکي په وينا د افغانستان امن د پاکستان په گټه دى.

په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو څانگې خبريال طاهر خان له ښاغلي باسط څخه د حنا رباني کهر د کابل د سفر جزييات هم وغوښتل.