په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل له نړېوالو ځواکونو د امنیت مسووليت تر وخت وړاندې غواړي

افغان دولت وايي له بهرنيو ځواکونو نه افغان هغو ته يو کال وړاندې د امنيتي واگو د ليږدولو لامل د افغان ځواکونو پياوړتيا ښيي او په خبره يې چې له هغې وروسته به نړيواله ټولنه و توانيږي د دغوځواکونو د روزلو لپاره کافي وخت بيامومي.

دا رنگه حکومتي چارواکي وايي په دې خبره دواړه خواوې هوکړې ته رسيدلي چې ښايي د شيکاگو په سر مشريزه کې هم پر همدې تړاو پريکړه وشي.

په دې تړاو افغان شنونکي سره ويشلي دي ځيني دغه چاره د ولسمشر حامد کرزي عاطفي او احساساتي کړنه بولي خو يو شمير نور بيا وايي دغه شان پريکړې سياسي او په وينا يې چې دغه ډول څرگندونې د دواړو ښکيلو غاړو تر هوکړې وروسته رسنيو ته لاره مومي.

تيره ورځ افغان ولسمشر د خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره په ټيليفون کې ويلي وو چې افغان ځواکونه چمتو دي تر ٢٠١٤ کاله وړاندې امنيتي واگې پر غاړه واخلي.