په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان ولسمشر له بلوڅانو بخښنه وغوښته

د پاکستان ولسمشر آصف علي زردادرې ملي شورا ته په خپلې کلنۍ وینا کې په تیرو څلورو کلونو کې د وسله والو پرضد د خپلو تګلارو په دفاع کې د بریالیتوب ادعا وکړې وکړې او یو ځل بیا یې له بلوڅانو نه بخښنه وغوښته چې د هغوی له حقونو نه سرغړونې شوي دي.

ولسمشر رزداري وسله وال وغندل او ویې ویل وسله والو د اسلام په نامه د پاکستان نوم په ټوله نړۍ کې بدنام کړی دی.

هغه دغه راز وویل چې له ډیرو ننګونو سره سره په پاکستان کې دیموکراسي پیاوړي شوې او پاکستانیان پرې ویاړ کولای شي.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د افغانستان د سولې له بهیر نه هم یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ.