په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان صادرات پر امنیت پورې تړلي دي

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، که په هېواد کې امنیتي حالت ښه شي او لازمه بودیجه ترلاسه کړي، نو تر راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان، نه یوازې د غلې دانې له اړخه په کور دننه په ځان بسیا شي، بلکې نړیوالو بازارونو ته به صادرات هم ولري.

د دغه وزارت په وینا، دې موخې ته د رسېدو لپاره د اوبو، د ځنګلونو د بیا رغولو، د بازار موندې او کرنیزو محصولاتو د کچې د لوړلوو په برخو کې په کال کې یو میلیارد ډالره پانګونې ته اړتیا ده.

د کرنې وزیر همداراز زیاتوي، که دغه پیسې ورکړل شي، نو د افغانستان کرنه به له عنعنوی کرنې نه، عصري کرنې ته واوړي.

زموږ همکارې ماریا صدیقي د کرنې له وزیر محمداصف رحیمي سره مرکه کړې او هغه ورته په پیل کې په ټوله کې د کرنې وزارت د پلانونو په اړه معلومات ورکړي دي.