په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان انجنیر پنځه بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې

د افغانستان په نیمروز ولایت کې یوه افغان انجنیر پنځه بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې دي. ۴۵ کلن انجنیر زمري هلالي بي بي سي ته وویل، ددغو بې پیلوټه الوتکو پر جوړولو یې له څو کالو راهیسې کار پیل کړی دی.

نوموړی د نیمروز ولایت د اوبو او برېښنا رییس دی. زمری هلالي وايي، چې جوړې کړې الوتکې یې له پنځوسو تر ۷۰ کیلومترو پورې واټن وهلی او تر اوو زرو مترو پورې هوا ته ختلی شي.

زموږ همکار اصف معروف له نوموړي سره مرکه کړې ده.