په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوروزمنگل: د کبير خان راستنيدلو مهم رول لوبولى دى

په دوبۍ کې د کريکټ د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په لومړۍ پايلوبه کې نمېبيا ته تر ماتې وروسته د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د بري راز يې د لوبغاړو ښه چمتووالى، د مينه والو دعاگانې او د راستانۀ شوي روزونکي کبير خان په مرسته کې وو.

افغانستان له نمېبيا سره په لوبه کې ١٤٦ منډې وکړې او بيا خپله سياله لوبډله يوازې په ٩٩ منډو وسوځوله.

د نوروز منگل مرکه واورئ.