په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا د پاکستاني عسکرو پر وژلو خپل سرتيري نه محاکمه کوي

امريکايي مطبوعاتو خبر ورکړى چې پر پاکستاني پوستو د پروسږني بريد په تړاو به چې ٢٤ پاکستاني عسکر يې ووژل، خپل يوه سرتېري ته هم سزا ورنه کړي.

دغې پېښې د امريکا او پاکستان اړيکي چې په مې کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته ترينگلي شوي و، خورا ټيټې کچې ته وغورځول او پاکستان په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لار وتړله.

اوس نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جگپوړو پوځي چارواکو له خولې ليکلي چې په پلټنو کې د امريکايي پوځيانو پړه نه ده ثابته شوې.

د پاکستان پارلمان له امريکا سره د اړيکو د بيا ښه کېدو لپاره د امريکايي عسکرو د محاکمې او پر دغه پېښه د امريکا د رسمي بښنې غوښتنه کړې وه.